Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د مولوي عبدالحمید د څرګندونو په وړاندې د مخالفو ډلو بې ځایه غوغا
    لیکني

    د مولوي عبدالحمید د څرګندونو په وړاندې د مخالفو ډلو بې ځایه غوغا

    عمران آغاعمران آغا1 جولای 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په ایران کې د مېشت مشهور سني عالم مولوي عبدالحمید وروستیو څرګندونو له افغانستانه بهر د مخالفو ډلو ټپلو د مشرانو او پلویانو غبرګونونه را پارولي دي او پر نوموړي یې بېلابېل تورونه لګولي، شخصیت وژنه یې کوي او په یو ډول هڅه کوي چې د هغه شخصیت، علمیت او وروستۍ واقعي او حقیقي څرګندونې تر پوښتنې لاندې راولي.

    مولوي عبدالحمید په دې وروستیو کې افغانستان ته سفر درلود چې تود هرکلی یې وشو او دغه راز نوموړي په افغانستان کې له شته امنیت او ثبات خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې افغانستان په خپل معاصر تاریخ کې د لومړي ځل لپاره بشپړ امنیت او ثبات ته رسېدلی، هر څوک پکې په ارامۍ او کرارۍ ژوند ته دوام ورکوي او د هر چا حقونه پکې خوندي دي.

    له افغانستانه بهر مېشتې مخالفې ډلې ټپلې، د هغوی غړي او ملاتړي چې همېشه یې خپله بقا د افغانستان په ورانۍ، بربادۍ او نا امنۍ کې پاللې ده، تل هڅه کوي چې د خپلو ناسمو او زهرجنو تبلیغاتو له لارې د افغانستان وضعیت ناسم وښيي او په دې ډول خپله بقا او شومې موخې تضمین کړي. په دې لړ کې دوی د هر هغه چا غندنه او شخصیت وژنه کوي چې د افغانستان د وضعیت په اړه کره او واقعي تصویر وړاندې کوي.

    د همدې شخصیت وژنو او له واقعیت او حقیقت څخه د اذهانو د بدلولو په دوام، د مقاومت په نوم د بهر مېشتې ډلې ټپلې مشرانو او پلویانو په ټولنیزو رسنیو کې د متدین عالم مولوي عبدالحمید د شخصیت وژنې او غندنې لړۍ روانه کړې ده او پر نوموړي بېلابېل تورونه لګوي. تر دې وړاندې هم هغو بهرنیو سیلانیانو چې افغانستان ته یې سفر کړی، په دغه هېواد کې یې د امنیت، سولې او ارامۍ په اړه خبرې کړي، د همدې مخالفو ډلو او په ټولنیزو رسنیو کې د دوی اړوند اصلي او جعلي ادرسونو او دغه راز د رسنیو په نوم د دوی د تبلیغاتي ادرسونو تر پراخو بریدونو لاندې راغلي دي.

    دا هڅې د مخالفو ډلو د ذلت، کمزورۍ او اخلاقي زوال اوج ښيي، دوی په پیل کې هڅه وکړه چې له بېلابېلو لارو چارو شته امنیت وګواښي، ګډوډي جوړه کړي، بهرنۍ پروژې او پلانونه عملي کړي او افغانستان د خپلو لوبو پر میدان بدل کړي، خو کله چې دوی په دې هڅو کې ناکام شول، د خلکو له خوا ورټل شول او د دوی د پخوانیو ملاتړو اعتبار یې له لاسه ورکړ، نو یې په ټولنیزو رسنیو کې دغه ډول منفي تبلیغاتو او پروپاګند ته مخه کړه.

    خو د افغانستان واقعیتونه، حقیقتونه، امنیت او ثبات هغه څه نه دی چې په دا ډول کمزورو هڅو دې اغېزمن شي، دا ډلې لکه څه ډول چې په متواتره توګه په نورو برخو کې ماتې شوې، بدنامې شوې او تورې څهرې یې ولس او نړۍ ته ښکاره شوې، همداسې به یې د پروپاګند او منفي تبلیغاتو ته لړۍ هم ناکامېږي او هېڅ څه به ترې ترلاسه نه شي کړی. دا کمزورې او ناکامې هڅې، شخصیت وژنې، بې ځایه غندنې او منفي زهرجن تبلیغات د مخالفو ډلو د اخلاقي او معنوي زوال ښکارندوی دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري
    راتلونکي مقاله خوست کې د ډاکټرانو په شِفري نسخو ليکلو بنديز ولګېده

    مربوطه لیکنې

    په افغانستان کې د تجزیې او اصلیتونو د بدلون هڅې څوک او ولې کوي؟

    25 جولای 2025

    د ښځو حقونو له نوم په استفاده د مقاومت جبهې سیاسي امتیاز طلبي

    21 جولای 2025

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 26 جولای 2025

    افغان او بیلاروسي ډیپلوماټانو افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړي

    په ترکمنستان کې د افغانستان د سفارت چارسمبالي فضل محمد صابر د دغه هېواد لپاره…

    په تېرو درې مياشتو کې څه باندې پنځه سوه زره جريبه ځمکه له غصب راګرځول شوې

    26 جولای 2025

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان: افغانستان ته د سفر کولو چمتووالی لرم

    26 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    افغان او بیلاروسي ډیپلوماټانو افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړي

    26 جولای 2025

    په تېرو درې مياشتو کې څه باندې پنځه سوه زره جريبه ځمکه له غصب راګرځول شوې

    26 جولای 2025

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان: افغانستان ته د سفر کولو چمتووالی لرم

    26 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،991 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،925 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،931 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.