Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د مرستو پر بندېدو د سرپرست حکومت د مخالفینو خوښي؛ له نظام که د ولس سره دښمني؟
    لیکني

    د مرستو پر بندېدو د سرپرست حکومت د مخالفینو خوښي؛ له نظام که د ولس سره دښمني؟

    صابر افغانصابر افغان27 جولای 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په داسې شپو او ورځو کې چې د افغانستان خلک له سختو اقتصادي ستونزو او د ژوند له بحراني وضعیت سره لاس او ګرېوان دي، د ځينو هېوادونو له لوري د بشري مرستو بندېدل، یو شمېر سياسي څهرو ته په دې حالت کې د خوښۍ زمینه برابره کړه.

    که‌ څه هم دا ډول غبرګونونه په ظاهره له سرپرست حکومت سره د مخالفت په معنی اخیستل کېدای شي، خو په اصل کې د مخالفینو بې‌ پروایي او د احساس نه شتون ته اشاره کوي چې د هېواد د بېوزلو او اړمنو خلکو پر وضعیت سترګې پټوي.

    د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې، د سرپرست حکومت مخالفینو په ځلونو دا ادعا کړې چې له بهرنیو هېوادونو څخه افغانستان ته لېږدول کېدونکې مالي مرستې، نېغ په نېغه د سرپرست حکومت لاس ته ورځي؛ خو نړۍوالو مرستندویو ادارو په ځلونو ویلي چې دا مرستې د حکومت په واک کې نه ورکول کېږي.

    د ملګرو ملتونو د استازولۍ (یوناما) له لوري د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د جدې پر ۱۹مه (د جنوري نهمه ۲۰۲۳) خپور شوی یو رسمي راپور څرګندوي چې د ۲۰۲۱م کال د ډسمبر له میاشتې تر ۲۰۲۳م کال پورې، شاوخوا ۱.۸ میلیارده امریکايي ډالر افغانستان ته انتقال شوي دي.

    خو د جمهوریت بدنامو څهرو او مغرضو رسنیو د ادعاوو برعکس، دا پیسې نه د افغانستان حکومت ته سپارل شوې، نه د مرکزي بانک خزانو ته ورغلې او نه هم د حکومتي چارواکو له خوا مصرف شوې دي.

    د یوناما د دې راپور له مخې، یادې مالي مرستې یوازې د ملګرو ملتونو او ورسره د همکارو نړۍوالو بنسټونو د داخلي لګښتونو لپاره مصرف شوې دي. په دې لګښتونو کې د کارکوونکو معاشونه، د دفترونو کرايې، د ترانسپورټ لګښتونه، اداري مصارف، میداني عملیات او ساحوي فعالیتونه، تخنیکي تجهیزات او نور لوژستیکي لګښتونه پکې شامل دي.

    همداراز یواځې یوه کوچنۍ برخه یې د خوراکي توکو یا نغدي پیسو د بستو په بڼه، هغه هم د همدې نهادونو تر مستقیمې څارنې لاندې، مستحقو کورنیو ته ورکړل شوې ده.

    له دې سره، سره ځینې هغه کسان او رسنۍ چې کلونه یې خپله ګېډه د همدې مرستو په برکت مړه کړې وه، نن ېې په بندېدو نه یواځې دا چې خواشیني نه دي، بلکې دا یې د حاکم نظام د ماتې نښه بللې ده.

    دا په داسې حال کې ده چې د یادو مرستو بندېدل، تر بل هر چا ډیر زیان هماغو بهرنیو بنسټونو ته رسوي چې د بشري مرستو د سترې برخې مصرف یې په افغان ولس نه، بلکې په خپل ځان کاوه.

    تر ټولو دردوونکې خبره دا ده، هغه مخالفین چې تل د افغان ولس د ملاتړ نارې وهي، نن د مرستو له بندېدو سره، نه د بې وزلو پر حال خفه دي، نه د اړمنو د مجبوریت په کیسه کې دي، نه یې د جبران لپاره کوم بدیل وړاندې کړی او نه یې کومه اندېښنه څرګنده کړې ده؛ بلکې یوازینی څه چې ورته مهم ښکاري، دا دي چې د خپل مخالف نظام سیاسي ماتې وویني، که څه هم دا کار د ټول ملت د بې وزلۍ او لوږې په بیه هم تمام شي.

    په دې کې شک نشته که چیرته دې مرستو رښتینې بشري بڼه لرلی او که دا کسان رښتیا هم د ولس په غم کې غمجن وای، د بندېدو پر ځای به یې د دوام غوښتنه کړې وه، نه دا چې پرې خوشحاله شي.

    هغه کسان چې د ملت په دې سختو ورځو کې د مرستو د بندېدو له امله خوښي څرګندوي، په حقیقت کې هغوی د نظام مخالف نه دي، بلکې د افغانستان له مظلوم ولس سره دښمني لري.

    هغوی چې یتیم ماشوم ته د ډوډۍ له نه رسېدو، په ناروغ د درملنې له بندېدو او د یوه مکتب یا مدرسې د مالي ملاتړ له قطع کېدو خوند اخلي، هېڅکله نشي کولای د دې ملت د خیر غوښتنې دعوه وکړي.

    ښايي د دې ټولې ترخې کیسې یوه مثبته پایله دا وي چې د ډېرو څهرو نقابونه لیرې شول، څهرې یې بربنډې شوې، هغه مرستې چې کلونه، کلونه د افغان ولس په نوم راتلې، په اصل کې د هغو کسانو جېبونو تللې، کوم یې چې د بندېدو په وجه په جامو کې نه ځایېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهافغان او بیلاروسي ډیپلوماټانو افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړي
    راتلونکي مقاله محتسبینو تخار کې د یوې اته کلنې یتیمې نجلۍ د جبري نکاح مخه نیولې

    مربوطه لیکنې

    د پاکستان پوځي رژیم ستراتیژیکه ماتې او د افغانستان دفاعي بریا

    21 اکتوبر 2025

    د پاکستان پوځي رژیم ستراتیژیکه ماتې او د افغانستان دفاعي بریا

    20 اکتوبر 2025

    د پاکستان سیاسي او نظامي ماتې تښتېدلي مخالفین هم ذلیل کړل

    20 اکتوبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    Blog 21 اکتوبر 2025

    اسرائيل له سخت اقتصادي او سمندري بحران سره مخ دی

    کالکالیسټ اسرائيلي ورځپاڼه چې په اقتصادي مسایلو خپرونې کوي، په يوه اقتصادي راپور کې ويلي،…

    د روسیې د بهرنيو استخباراتو د ادارې مشر سرګئي ناريشکن: ناټو د روسیې پر وړاندې د جګړې لپاره په بشپړ چمتووالي بوخته ده

    21 اکتوبر 2025

    بي‌اېل‌اېف: وسله‌والو یې په یو کمین برید کې د پاکستان پوځي رژیم پنځه عسکر هلاک کړي

    21 اکتوبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    اسرائيل له سخت اقتصادي او سمندري بحران سره مخ دی

    21 اکتوبر 2025

    د روسیې د بهرنيو استخباراتو د ادارې مشر سرګئي ناريشکن: ناټو د روسیې پر وړاندې د جګړې لپاره په بشپړ چمتووالي بوخته ده

    21 اکتوبر 2025

    بي‌اېل‌اېف: وسله‌والو یې په یو کمین برید کې د پاکستان پوځي رژیم پنځه عسکر هلاک کړي

    21 اکتوبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،067 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،002 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،054 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.