
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ (شنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د غزې اوسېدونکو لپاره د سفر ویزې نورې نه صادروي.
په خپرپاڼه کې راغلي: «موږ د غزې د خلکو لپاره د سفر ټولې ویزې ځنډولې دي، څو د هغو محدودو لنډمهاله طبي ویزو بهیر هر اړخیز وڅېړو، چې وروستیو ورځو کې صادرې شوې وې.»
ورته مهال رسنیو راپور ورکړی، چې د ټرمپ ادارې امر کړی، د ټولو هغو کسانو چې له ۲۰۰۷ کال راهیسې غزې ته سفر کړی، باید د دوی د ټولنیزو رسنیو حسابونه وڅېړل شي.