Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د بګرام بیا اشغال؛ د ټرمپ غوښتنه او د تښتېدلو چارواکو بې ننګي
    لیکني

    د بګرام بیا اشغال؛ د ټرمپ غوښتنه او د تښتېدلو چارواکو بې ننګي

    صابر افغانصابر افغان25 سپتمبر 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    افغانستان په اسیا کې مهم او جیپولیټیک موقعیت لري، منځنۍ آسیا له جنوبي آسیا سره وصلوي، د منځنۍ آسیا د انرژۍ سرچینې (تیل او ګاز) د جنوبي آسیا بازارونو ته د افغانستان له لارې انتقالېږي، د دې ترڅنګ افغانستان ډېرې غني طبیعي زیرمې(اوسپنه، مس، سره زر، سپین زر، قیمتي غمي، لیتیم او نور) لري، همدا موارد د دې سبب شوي چې د لویو نړۍوالو قدرتونو پام یې ځان ته را اړولی دی.

    د امریکایي اشغال پر مهال اشغالګرو له ۲۰۰۱م څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې د بګرام اډه د یوه ستر پوځي مرکز په توګه وکاروله، له همدې ځای څخه یې د افغانستان په هره نقطه کې پوځي عملیات ترسره کول، له بګرام څخه د چین، ایران او منځنۍ آسیا د هېوادونو ټول حرکات څارل کېدل، د اشغالګرو تر وتلو ورسته په ۲۰۲۱م کال کې بګرام افغان حکومت ته پاتې شو، افغان حکومت د بګرام هوایي اډې په هکله ټول هغه راپورونه رد کړل چې بګرام امریکایي یا چینایي ځواکونو ته سپارل شوی دی.

    ټرمپ د ولسمشري څوکۍ له ترلاسه کولو وروسته په بار، بار د بګرام هوایي اډه پخپلو خبرو کې یاده کړې ده، هغه ویلي چې بګرام چین ته د نږدې والي له امله مهم دی، د هغه په وینا بګرام یوازې د چین له اټومي مرکزونو څخه یو ساعت لیرې دی، بلخوا د ټرمپ یادو څرګندونو ته د چین د بهرنیو چارو وزارت په غبرګون کې ویلي، چې د «افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته» ژمن دي او په سیمه کې د «تاوتریخوالي د زیاتولو ملاتړ» نه کوي؛ ټرمپ بیا ځلي وویل چې که افغانستان دا اډه امریکا ته و نه سپاري، نو ناوړه پېښې به رامنځ ته شي.

    افغان حکومت د بګرام هوایي اډې اړوند څرګند او واضح دریځ لري، د بهرنیو چارو وزیر په وینا افغان حکومت حتی د بګرام په هکله له چا سره خبرې نه کوي، د هغه په وینا «هر چا چې په افغانستان کې شکست خوړلی وي، هغه بیا افغانستان ته زړه نه ښه کوي، دلته که انګریزان راغلي وو، امپراتوري یې نن په بریتانیا بدله شوه، که شورویان راغلي وو، امپراتوري یې ړنګه شوه او روسیه ترې جوړه شوه او که امریکایان او د هغوی متحدین راغلي دي هغوی پخپل کور د ننه هم په ډېرو مشکلاتو مبتلا دي، هیڅوک دا جرأت نشي کولای چې پر افغانستان باندې یرغل وکړي او که یې کوي نو انجام یې معلوم دی.»

    د افغانستان تاریخ او د افغان حکومت قاطع او کلک دریځ ته په کتو، د ټرمپ څرګندونې یوازې سیاسي فشار او سیاسي کمپاین دی، ټرمپ به په افغانستان باندې هیڅ هکله د پوځي یرغل سهوه و نه کړي. د ټرمپ د خبرو په غبرګون کې یو شمېر سیاسي شنونکونو څرګندونې کړي دي؛ د سپینې ماڼۍ پخوانی لوړ‌پوړې چارواکې لیزا کورتس وایي، طالبان به هېڅکله اجازه ورنکړي چې امریکایي ځواکونه د بګرام هوایي اډه ونیسي د نوموړې په وینا «طالبان شل کاله د امریکا او ناټو ځواکونو پر ضد وجنګېدل، تر څو بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.»

    عبدالسید، د امنیتي چارو کارپوه وايي: «د امارت لپاره، امریکايي ځواکونو ته د بګرام سپارل د شتون یا حیاتي اندېښنې مسله ده؛ نوموړی زیاتوي چې د هغوی د مذهبي عقیدې او د افغانستان د تاریخ په نظر کې نیولو سره، دا د سیاسي مرګ په معنی ده، چې دوی یې په هېڅ صورت کې د زغملو توان نه لري.»

    سید «TRT World» ته وايي، د افغان چارواکو څرګندونې او په ټولنیزو رسنیو کې د هغوی د ملاتړو غبرګونونه ښيي چې دوی د ټرمپ غوښتنه د یوې رښتینې معاملې پر ځای سیاسي فشار ګڼي. دا د ټرمپ اصلي غوښتنه نه ده، بلکې یوه وسیله ده چې له لارې یې د نورو امتیازاتو د ترلاسه کولو هڅه کوي.

    شنونکي وايي، د ټرمپ برداشت له افغانستان څخه ناسم دی، ټرمپ د افغانستان له واقعیتونو څخه غلط برداشت کوي، خو د جمهوریت ځینې تښتېدلي مفسد چارواکي لکه دوستم، ابراهیم الکوزی، تش په نوم مقاومتیان او نور بیا د ټرمپ د څرګندونو ملاتړ کوي، د خپلو شخصي اغراضو او شخصي ګټو پخاطر حتی د افغانستان د خاورې خرڅولو او هر ډول معاملې ته تیار دي، خو د دوی څرګندونې او ملاتړ هېڅ ګټه نلري، دا منفورې څېرې یو ځل ازمویل شوي دي، ملت هم پېژندلي دي، خو پخپل وروستي دريځ نور هم منفور شول. تښتېتدلي مفسدین دې د افغانستان د اشغال او په بګرام د معاملې خوب له ذهن څخه وباسي، د افغان مؤمن او مجاهد ولس شل کلنه مبارزه د همدې لپاره وه چې اشغال ختم او یو سوچه اسلامي نظام حاکم شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد ۳۱۳ مرکزي قول اردو ۹۷ تنه ځوان منسوبین له ګډو مسلکي زده‌کړو فارغ شول
    راتلونکي مقاله د سوریې ولسمشر احمدالشرع: سوريه اوس د سيمې سولې، ثبات او ګډې هوساينې لپاره يو مهم فرصت ګرځېدلی ده

    مربوطه لیکنې

    نوی افغان حکومت د ملت خیر غوښتونکی که شر غوښتونکی دی؟

    9 اکتوبر 2025

    نوی افغان حکومت د ملت خیر غوښتونکی که شر غوښتونکی دی؟

    9 اکتوبر 2025

    ایا د اسلام اباد غونډه به غلام مخالفین ارام کړي؟

    8 اکتوبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 9 اکتوبر 2025

    ‏د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ګډو همکاریو پروتوکول لاسلیک شو

    پر سیاسي شنونکي سلیم پیګیر د برید په تړاو یو تن نیول شوی

    9 اکتوبر 2025

    فراه پوهنتون کې پر پنځوس جريبه ځمکه د څېړنيز فارم جوړېدو چارې پيل شوې

    9 اکتوبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ‏د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ګډو همکاریو پروتوکول لاسلیک شو

    9 اکتوبر 2025

    پر سیاسي شنونکي سلیم پیګیر د برید په تړاو یو تن نیول شوی

    9 اکتوبر 2025

    فراه پوهنتون کې پر پنځوس جريبه ځمکه د څېړنيز فارم جوړېدو چارې پيل شوې

    9 اکتوبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،043 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،992 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،034 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.