Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د استاد خلیلي د مزار ویجاړولو ادعا؛ رښتیا که د مخالفینو ناکامه سناریو؟
    لیکني

    د استاد خلیلي د مزار ویجاړولو ادعا؛ رښتیا که د مخالفینو ناکامه سناریو؟

    عمران آغاعمران آغا30 اکتوبر 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp
    د تاریخ په اوږدو کې د افغان ملت دښمنان همېشه په بېلابېلو څېرو، بڼو او جامو کې را څرګند شوي دي. هغوی د دې آزاد، باعزته او مجاهد ملت د ماتولو لپاره بېلابېلې لارې آزمویلې دي؛ له اوږدمهالو پوځي جګړو نیولې، تر فکري، فرهنګي او تبلیغاتي یرغلونو پورې یې له هېڅ لارې درېغ نه ده کړی؛ خو هر ځل د افغان ولس غښتلي ایمان او نه ماتېدونکې ارادې دښمن په ځمکه را څملولی او شرمولی دی.

    د افغانستان د دښمنانو دا هڅې په دوامداره توګه روانې دي، د جمهوریت له ړنګېدو وروسته په ځلونو ځلونو داسې هڅې شوې دي. دښمن د ورځنیو حالاتو او پېښو په اړه د دروغو تبلیغات او جعلي ادعاوې د وسیلې په توګه کاروي او کارولې یې دي.

    د خلیل‌ الله خلیلي د مقبرې ویجاړولو موضوع هم د همدې جعلي تبلیغاتو او دروغو یوه بېلګه ده چې په تېرو ورځو کې د افغانستان د ملت او حکومت د دښمنو رسنیو له خوا په پراخه کچه خپره شوې. همدارنګه پخوانیو تښتېدلو سیاستوالو هم دې موضوع ته په مجازي نړۍ او ټولنیزو شبکو کې پراخ انعکاس ورکړ.

    دا بې‌ بنسټه خبر لومړی د «افغانستان انټرنېشنل» بدنامې شبکې له لورې خپور شو. وروسته یې نورو هغو رسنیو ته د تبلیغاتو مواد برابر کړل چې د افغانستان په نوم د دښمنانو په ګټه فعالیت کوي. هرې یوې یې د دروغو دا پېښه وغندله او د افغانستان د نوي حکومت د چارواکو په اړه یې بې شمېره خبرې او تورونه مطرح کړل.

    وروسته له دې چې حقیقت څرګند شو، یو شمېر مخالفو خبریالانو او رسنیو د دې دروغو خپرولو په وجه له خپلو لیدونکو څخه بښنه وغوښته، خو «افغانستان انټرنېشنل» او ځینو نورو بیا پر خپلو پخوانيو دروغو او دریځ ټینګ پاتې شول. نوې ادعا یې دا وکړه چې ګواکې اسلامي امارت د رسنیو تر فشار وروسته مجبور شوی چې د خلیلي د قبر ډبره بېرته ورغوي! دا له منطق څخه لیرې ادعا هم ډیره ژر دروغ ثابته شوه، ځکه چې له نږدې څخه اخیستل شویو انځورونو او ویډیوګانو وښوده د خلیلي د قبر ډبره نوې نه بلکې هماغه پخوانۍ ده. دا ادعا هم د افغان ملت د دښمنانو د نورو تبلیغاتي دروغو په څېر له حکومت سره د کینې، بدنامولو او د دښمنانو د شومو موخو د پلي کولو یوه بله هڅه وه.

    اوس دا پوښتنه را پورته کېږي چې ولې دا ډول خندوونکي دروغ، بې‌ بنسټه اوازې او افواهات د هغو رسنیو له لوري خپرېږي چې د بهرنیو کړیو له لوري کنټرولېږي؟ او ولې د پخواني رژیم تښتېدلي سیاستوال هم دې ډول ته انعکاس ورکوي؟ د دوی اصلي موخه څه ده؟ د دې کارونو تر شاه انګېزه څه ده؟ په دې اړه به په لیکنه کې پوښتنو ته ځواب ووایو.

    له شک پرته د قومي، ژبنيو او فرهنګي اختلافاتو راپورته کول یوه پخوانۍ او زړه دسیسه ده. دا چل او دوکه نه یوازې د نوي حکومت له راتګ وروسته، بلکې د جمهوریت په وروستیو کلونو کې هم د افغانانو د مثالي ملي یووالي د کمزوري کولو لپاره کارېده. بهرنیانو او د هغوی کورنيو اجیرانو د دې تورو پلانونو د پلي کولو لپاره پراخې مالي او تبلیغاتي منابع لګولې.

    نن هم هېواد پلورونکو رسنیو او تښتېدليو سیاستوالو د خپلو بادارانو په پله پل اېښی. دوی هر ډول دروغ او جعلي خبر د قومي او ژبنۍ پاشلتیا د رامنځته کولو لپاره کاروي، ترڅو د افغانانو ترمنځ کرکه خپره کړي او له دې لارې یو ځل بیا د دې ملت برخلیک ولوټي.

    خو دا ملت چې د خپل تاریخ په اوږدو کې یې هېڅکله د اشغالګرو پر وړاندې سر نه ده ټیټ کړی او په وړاندې یې درېدلي، اوس هم د پردیپالو اجیرانو د شومو نقشو پر وړاندې ماتې نه مني او هېڅکله به اجازه ورنکړي چې د دښمنانو دا باطل خوبونه په حقیقت بدل شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالههندي پوځ د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمير کې اهداف په نښه کړي
    راتلونکي مقاله افغان ځواکونه د کندهار پنجوايي ولسوالۍ کې هوايي تمرينات ترسره کوي

    مربوطه لیکنې

    د مجازي مقاومت کمزورتیا او ناتوانۍ، تاجکستان هم تعامل ته اړ کړ

    31 اکتوبر 2025

    د افغان حکومت مخالفین ټول‌شموله که مفسد حکومت غواړي؟

    29 اکتوبر 2025

    د افغان ملت مخالفین د شعار او عمل تر منځ؛ رښتیا څه دي!؟

    28 اکتوبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 31 اکتوبر 2025

    د مجازي مقاومت کمزورتیا او ناتوانۍ، تاجکستان هم تعامل ته اړ کړ

    لیکوال: مرتضی جعفري د تاجکستان حکومت چې پخوا یې د افغان حکومت د ځینو مخالفینو،…

    افغان ځواکونه د کندهار پنجوايي ولسوالۍ کې هوايي تمرينات ترسره کوي

    30 اکتوبر 2025

    د استاد خلیلي د مزار ویجاړولو ادعا؛ رښتیا که د مخالفینو ناکامه سناریو؟

    30 اکتوبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د مجازي مقاومت کمزورتیا او ناتوانۍ، تاجکستان هم تعامل ته اړ کړ

    31 اکتوبر 2025

    افغان ځواکونه د کندهار پنجوايي ولسوالۍ کې هوايي تمرينات ترسره کوي

    30 اکتوبر 2025

    د استاد خلیلي د مزار ویجاړولو ادعا؛ رښتیا که د مخالفینو ناکامه سناریو؟

    30 اکتوبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،072 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،009 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،059 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.