لیکوال: طارق فرهنګ
په نړیواله کچه منزوي او شرارت محوره پاکستان او حاکمان یې چې اوس مهال د خپلې بقا په یوې ناپایه او نامعلومه جګړه کې ښکېل دي، هڅه کوي چې د خپل ګاونډ له شریرو ډلو ټپلو سره د شریرې ملګرتیا له لارې د خپلې بقا او واک د دوام مزي ټینګ کړي. پاکستان چې اوس مهال په سیمهییزه او نړیواله کچه خپل حیثیت بایللی، څوک نه باور پرې کوي او نه ورته په نړیواله کچه او لوړو سټېجونو کې د سیال په سترګه کتل کېږي، نو یې هڅه پیل کړې چې په نړۍ کې ځان ته نوي ملګري او شریکان ومومي.
پاکستان د اردن له لارې د اسرائیلو سره د اړیکو عادي کولو او اسلامي نړۍ، په ځانګړې توګه فلسطیني ولس او خاورې سره د غدارۍ یوه مرموزه لوبه پیل کړې، چې په بدل کې یې ترې د پیسو او پروژو اخیستلو ته مټې رانغښتي دي؛ د ځينو نورو بدنامو او شریرو ډلو د روزنې او پالنې پروژه یې هم اخیستې، په خپله خاوره کې یې ورته له پټنځایونو پیل، بیا تر روزنتونونو پورې هر څه برابر کړي دي، تر څو سیمه ناامنه کړي او اوس په دې لټه کې دي چې څنګه دې پروژو ته نور ملګري او شریکان پیدا کړي.
د همدې او نورو شریرو موخو لپاره یې د افغانستان د خلکو او جغرافیې له دښمنو عناصرو، په ځانګړې توګه مقاومت ډلې سره د ملګرتیا تارونه پراخ کړي دي، پر رسنیو او نورو سټېجونو کمپاینونه ورته کوي، د دفترونو د ورکړې او ملاتړ ګرمې وعدې ورکوي او آن له نورو هېوادونو یې راغواړي، ترڅو د خپلې شومې پروژې او موخې یوه برخه یې وګرځوي. د مقاومت په نوم سرګردانه او لالهانده افغانستان ضد ډله چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې یې په افغانستان کې د جګړې د پیل په خیال پسې پښې را لوڅې کړي، هېڅ دروازه او ادرس ترې پاتې نه شو چې نه یې وي ټکولی.
دوی لومړی د خپلو غربي بادارانو دروازې وټکولې، خو هغوی ورسره هېڅ ونه شو کړای، بیا یې نړیوالو جرمي شبکو او ډلو ټپلو ته مخه کړه، په دې کې هم ناکام شول، بیا یې د موساد او نورو دروازې وټکولې، هلته یې هم لاس ته څه ورنغلل، دا ده اوس یې ځانونه د پاکستان او آیایسآی غېږې ته ور اچولي او فکر کوي چې له دې دروازې به یو څه ترلاسه کړي، خو د دوی لپاره د آیایسآی دا لوبه ډېره خطرناکه ده، دوی له ایران او تاجکستانه را غواړي او په خپل هېواد کې ورته پناه ځایونه او دفترونه ورکوي.
پاکستان هڅه کوي، مقاومت ډله د نورو نیابتي ډلو په څېر ولوبوي، بیا سیمه او هم نړۍ پرې وګواښي، هغوی چې په دې لوبه پوه شوي، په چټکۍ سره یې مقاومت ډله له خپلو خاورو وشړله او په بدل کې یې د افغانستان له اوسني حکومت سره د اړیکو پراختیا او جوړېدو ته ترجیح ورکړې، ځکه دوی ته نه د پاکستان سیاست او نه هم مقاومت ډله د باور وړ دي. د پاکستان او مقاومت خیالي ډلې دا نوې او شریره ملګرتیا که جدي ونه نیول شي، د وخت په تېرېدو به د نورو نیابتي ډلو په څېر سیمه وګواښي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


