Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»شريکه اجنډا؛ د پاکستاني پوځ ړندې بمبارۍ او د مقاومت جبهې چوپتيا
    لیکني

    شريکه اجنډا؛ د پاکستاني پوځ ړندې بمبارۍ او د مقاومت جبهې چوپتيا

    عمران آغاعمران آغا28 نوومبر 2025څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليکوال: عبدالله زاهد

    دا چې څو ځلي نور هم د پاکستان پوځ د ټولو نړيوالو قوانينو په خلاف د افغانستان پر خاوره ړندې بمبارۍ کړې دي، دا ځل يې بيا اوربند مات کړ، د افغانستان پر خاوره یې تېری وکړ او پر عامو خلکو يې بې رحمانه هوايي بريدونه وکړل، چې د ماشومانو په ګډون يې ښځې او معصوم افغانان شهيدان کړي دي.

    له کله چې په افغانستان کې نوی حکومت حاکم شوی، له هماغه وخته د پاکستان ګټې په خطر کې لوېدلې دي، ځکه افغانستان د پرمختګ په وړاندې روان دی او نور د جګړې اور مړ شوی، چې دا د پاکستان پوځ ته د خطر زنګ شو او نور نو د دې کرايي پوځ دوکانداري ودرېده.

    د پاکستان پوځ او مزدورو سياستوالو يې ډېر کوښښ وکړ چې نوی افغان حکومت پر نړيوال سټېج بدنام او سيمې ته د خطر نکتې په څېر معرفي کړي؛ همېشه ادعا کوي چې له افغانستان څخه موږ ته ګواښ متوجه دی. که څه هم دغه ادعا بې بنسټه او يواځې تهمت دی، خو بلخوا بیا شواهد شته چې پاکستان فتنه ګرو ډلو او د افغان حکومت مخالفینو ته ځای ورکړی، د روزنې پوځي مرکزونه یې ورته جوړ کړي او په منظمه توګه د افغانستان ترڅنګ د سیمې امنیت پرې ګواښي.

    د پاکستان پوځ او استخباراتي کړيو، چې له يوې خوا يې ځینې غلام سياستوال د شومو اهدافو شريکان ګرځولي، بلخوا له خپل ولس او سياسي ګوندونو سره لاس او ګرېوان دي، دا ځکه چې د دوی دوکانداري او پيسې پرې بند شوي، اوس دوی ته د کرايي جګړې لپاره کوم ډونر تمویل نه ورکوي. دغه وجه ده چې دوی له تېرو څلورو کلونو څخه کوښښ کوي چې افغانان او افغان حکومت په جګړه اخته او بيا نړيوال يرغلګر دې ته مجبور کړي چې نظامي مداخله وکړي، دوی ورته جاسوسي وکړي او د جاسوسۍ په بدل کې تمویل شي.

    دوی له خپل ولس سره لاس او ګرېوان دي، ولس يې د دوی له وحشتونو، غلاوو، وژنو، غرب ته له غلامۍ، اسلام ضد کړنو، د نا امنۍ د ايجادولو، جنګي جنایاتو او غربي جګړو له ټيکه اخيستلو څخه تر پوزې راغلی. د پاکستاني پوځي رژیم په وړاندې د ولس له منځه خلکو پاڅون وکړ، چې په ټي‌ټي‌‌پي، بلوڅ بېلتون‌پالو او نورو په نوم یادېږي، اوس پاکستانی پوځ نشي کولای دغه پاڅونوال مهار کړي.

    د ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون‌پالو مهارول اوس د پاکستاني پوځي رژیم له توان وتلي، ځکه پر ګاونډيو هېوادونو تورونه لګوي چې د دوی مخالفې وسلوالې ډلې ورته ساتي، که څه هم دغه وسلوالې ډلې د پاکستاني ولس له منځه او د پوځ د وحشتونو په وړاندې قیام کړی، په پاکستان کې دننه سيمې په واک کې لري او په هماغه ځای کې خپل فعاليتونه تنظیموي، مګر دوی يې پړه پر افغان حکومت یا نورو ګاونډیانو اچوي او ادعا کوي چې ګاونډیان دې دا ډلې کنټرول او د پاکستان امنيت(!) دې خوندي کړي.

    بلخوا بیا د فتنې یو بل مورچل(مقاومت خیالي جبهه) چې له غربي بادارانو سربېره یې د پاکستان پوځ هم په باداري قبول کړی، د پاکستاني پوځي رژیم پر وروستیو وحشتونو، پر افغان خاوره په تېري او د بې ګناه افغانانو په شهادت نه يواځې خاموشي اختیار کړې، بلکې دا مهال د پاکستان په غېږه کې د مېشتېدو په حال کې دي او د پاکستان پوځي رژیم ته د تشویق چکچکې کوي.

    دا هماغه مزدوره جبهه ده چې له لسیزو یې د پاکستان جاسوسي کول او هغوی ته يې له دولتي پوسټونو په استفاده کار کاوه، خو پر سټېج به یې بیا ورسره د مخالفت غږ اوچتاوه، مګر اوس ټول افغان ولس ته څرګنده شوې چې د پاکستان اصلي مزدوران همدوی وو او دي.

    مقاومت ډلې ته نه افغان خاوره او افغان هویت اهميت لري، دوی ته يواځې مادیات، واک او شخصي ګټې مقدم دي، ولو که د هر بهرني يرغلګرو په شتون ورته مهیا کېږي. دوی ته توپیر نه لري چې بې ګناه افغانان شهيدان شي، کورونه يې ړنګ شي، مسجدونه بمبارد شي، يا هم د افغانستان ارضي تمامیت نقض شي.

    د پاکستان پوځ او استخباراتي سازمان همېشه جګړې په ټېکه اخیستې او په سيمه کې يې د غربي پروژو د پلي کولو دنده پر مخ وړې، نه يواځې د افغانانو په وړاندې، بلکې د سیمې د هېوادونو او حتی مظلومو فلسطینیانو په وړاندې؛ اوس د پاکستان پوځ له اسرائیلو د دفاع او د مظلومو فلسطينيانو د بې وسلې کولو ټېکه هم اخيستې او غزې ته پوځ لېږي، تر څو هلته هم د اسرائیلو ګټې خوندي کړي.

    پاکستانی پوځ په اسلامي خاوره کې هغه ناسور دی چې همېشه يې د غرب لپاره مسلمانان ځپلي او په اسلامي هېوادونو کې یې د غربي ګټو دفاع ته مټې رانغښتې دي. د پاکستان ناپاک پوځ باید نور د افغانانو د وينو له سوداګرۍ لاس په سر شي، ځکه نور د دې خاورې بچيان نه پردۍ جګړه مني، نه به د پرديو د جنګي پروژو قرباني کېږي. د افغانستان پر خاوره هر تجاوز، هره ړنده بمباري او هرې دروغجنې پلمې ته افغان ولس يو غبرګون لري او هغه دا چې افغانان جګړه نه غواړي، خو که څوک جګړه پرې تپي، نو لا یې هم توره په تیکه کې نه ده ایښې او د هر جابر د جبر منلو ته هېڅکله چمتو نه دي؛ که د پاکستان پوځ د خپلو ناکاميو پړه پر افغانستان اچوي او انتقام یې له عامو خلکو اخلي، نو دا د افغانانو د کمزورۍ نښه نه، بلکې د پاکستاني پوځي رژیم د زوال سند دی. افغانان به د تل په څېر د خپل کور، عزت او حق ساتنه کوي او هغه سترګې به را وباسي چې دې خاورې ته په بد نظر ګوري.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر: د افغانستان دښمنان دې نور زموږ حوصلې نه ازمایي
    راتلونکي مقاله مسکو کې افغان سفیر د شمال-جنوب ټرانسپورټي دهلیز نړیوال فورم کې ګډون کړی

    مربوطه لیکنې

    پاکستان او مجازي مقاومت؛ له تشو ادعاوو تر ښکاره ګواښونو

    1 دسمبر 2025

    د منزوي ډلې او بې ثباته هېواد شریره ملګرتیا

    27 نوومبر 2025

    د پاکستان او مقاومت ډلې ترمنځ د اړیکو نوی باب

    27 نوومبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 1 دسمبر 2025

    اسلام‌اباد کې د دوو میاشتو په مخه د خلکو پر راټولېدنو بندیز ولګېد

    ‏د پاکستان پوځي رژیم تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په…

    سبا ورځ خوست کې په يوه قاتل د قصاص حکم پلی کېږي

    1 دسمبر 2025

    پاکستاني طالبانو کورمه کې د پولیسو یو مرکز له منځه وړی او لسګونه میله وسلې یې نیولي

    1 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    اسلام‌اباد کې د دوو میاشتو په مخه د خلکو پر راټولېدنو بندیز ولګېد

    1 دسمبر 2025

    سبا ورځ خوست کې په يوه قاتل د قصاص حکم پلی کېږي

    1 دسمبر 2025

    پاکستاني طالبانو کورمه کې د پولیسو یو مرکز له منځه وړی او لسګونه میله وسلې یې نیولي

    1 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،088 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،031 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،082 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.