Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»بې سنده مرکې او نا معلومې سرچینې؛ د بي بي سي ناقص تحقیق
    لیکني

    بې سنده مرکې او نا معلومې سرچینې؛ د بي بي سي ناقص تحقیق

    عمران آغاعمران آغا16 جنوري 2026څرگندونې نشته6 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp
    د اسلامي امارت د رهبرۍ او مشرانو ترمنځ د اختلاف ادعا او راپور چې د بي‌ بي‌ سي په خبري سایټ کې نشر شوی، پکې لیکل شوي؛ «په هغه غږ کې چې بي‌ بي‌ سي ته رسېدلی، د هبةالله اخندزاده خبرې پکې اورېدل کېږي چې وايي، خپلمنځي اختلافات دوی ټول له پرځېدو (سقوط) سره مخ کولای شي.» د بي بي په وینا، دا وینا له همدې امله د تحقیقي راپور لامل ګرځېدلې ده.

    دا راپور چې په ۲۱ پاڼو کې خپور شوی، د امارت په رهبرۍ کې د اختلافاتو د شتون له ادعاوو ډک دی چې د دوی په قول «دې څېړنه کې د طالبانو له اوسنیو او پخوانیو غړو، سیمه‌ییزو سرچینو، کارپوهانو او پخوانیو ډیپلوماتانو سره له ۱۰۰ ډېرې مرکې شوې دي.» دغه راپور د بي‌ بي‌ سي افغان څانګې چې کارکوونکي یې اکثره افغانان دي او کله نا کله افغانستان ته راځي، ترتیب شوی دی.

    بي‌ بي‌ سي ادعا کوي، چې «لومړی ځل موږ وتوانېدو د طالبانو په مشرتابه کې دوه جلا ډلې وپېژنو او په تړاو یې وغږېږو، دغه ډلې چې هره یوه یې د افغانستان د راتلونکي لپاره جلا او متضاد لیدلوری لري.» د بي‌ بي‌ سي دغه ادعا د نورو تېرو هغو په شان ناسمه ده، دوی مخکې هم پر اختلافاتو راپورونه ورکړي دي؛ اما کره او ثابت سند یې نه دی وړاندې کړی.

    تر اوسه د هېڅ لوړپوړي امارتي چارواکي له خولې د بې‌ اطاعتۍ او بغاوت خبره نه ده راوتلې. که چېرې کوم ځای غیرمستقیم د نظر اختلاف بیان شوی؛ نو له هغې د اختلاف برداشت اخیستل بې‌ معنی او ناعادلانه قضاوت دی.

    د بي بي سي په راپور کې د مشرتابه په تړاو ډېره حیرانوونکې ادعا دا شوې ده، چې نوموړی یې د واک شوقي او د قدرت غوښتونکی ګڼلی دی؛ دا په هغه وخت پورې تړلې ادعا ده چې مشرتابه شیخ هبةالله اخندزاده ته هغه وخت لاسرسی تر ناممکنې کچې و او سربېره پر دې تر تحولاتو مخکې هم د نظر د اختلاف هېڅ کومه بېلګه موجوده نه وه.

    مګر دوی بیا هم په خپل تحقیق(؟) کې د «تا ویلي، ما ویلي» پر بې‌ بنیاده روایتونو د مشرتابه د مسؤلیت د لومړیو وختونو حالات را لېږدولي دي. بي بي‌ سي د خپل یو کلن تحقیق ټول روایتونه د نامعلوم هویت په خوله را اخیستي دي؛ «د یو چا له قوله یې ویلي، د طالبانو د ډلې یوه پخواني غړي، بي‌بي‌سي ته وویل: شیخ هبةالله اخندزاده له هماغه پیله هڅه کوله خپله پیاوړې ډله جوړه کړي. که څه هم په پیل کې یې د دې کار فرصت نه درلود، خو کله یې چې واک ترلاسه کړ، په مهارت سره یې خپله کړۍ پراخه کړه او له خپل دریځ او واک څخه یې د دې کار لپاره ګټه پورته کړه.»

    یو بل ځای یې د دوی په اصطلاح د کابل ډله، چې انګېرنه یې کابل کې مېشت وزیران دي، دومره آزادخیاله معرفي کړي چې د اماراتو او قطر په څېر ازادي خوښوي. اما د نظام هیڅ یو منسوب به د اوسنیو عربو په څېر د ښځو آزادي او د امریکا غلامي خوښه نه کړي

    موږ ګورو چې د افغانستان له هر ستر او کوچني دریځ څخه ننني عربان نقد کېږي او هغوی ته د «ارامه خو بې‌مسؤلیته» ژوندانه تعنې ورکول کېږي. بي‌ بي‌ سي وایي: «د کابل ډله د داسې افغانستان غوښتونکې ده چې د خلیج هېوادونو بڼې ته ورته شي.»

    بي بي سي یو بل ځای د یوه شنونکي د نوم له اخیستو پرته، د کابل مېشت وزیران بې‌ صلاحیته او مجبور بللي دي. اما هر وزیر تقریباً په خپل مسؤلیت کې صلاحیت لري او چا په ډاګه شکایت نه دی کړی، د انټرنېټ موضوع یې هم یو مثال ده، چې د مخابراتو د وزیر او کابینې له لوري د خلاصولو دغه موضوع حل شوه.

    بي بي سي لیکلي، «د یوه شنونکي په وینا، د کابل ډلې غوره ګڼلې چې نړیوالې ټولنې او افغانانو دواړو ته یو پیغام واستوي، یو داسې پیغام چې مفهوم یې دا دی: موږ ستاسو له شکایتونو او اندېښنو خبر یو، خو زموږ له وسه څه پوره دي؟» نو که یوخوا وزیران او د دوی په اصطلاح کابل ډله بې‌ صلاحیته ده، نو بیا دوی بېرته انټرنیټ څنګه په خپل واک فعاله کړ!؟

    بلخوا که امارت خپلمنځي اختلاف لري او امیر یې هم د واک شوقي وي؛ نو بیا د انټرنیټ د بېرته خلاصېدو پر سر ولې امارت ټوټه نشو؟ ولې یې د مخالفت نارې رسنیزې نه شوې!؟

    بي بي سي په اخر کې د تعلیم موضوع، چې یوه کلتوري او دیني مسئله ده، د وزیرانو تر شخصي ګټو پورې یې تړلې ده؛ دوی ویلي، چې د وزیرانو شخصي ګټې پکې نشته، مګر د انټرنیټ په بندولو کې شخصي ګټو ته زیان و، ځکه خلاص شو. داسې نه ده، بلکې د انټرنیټ او تعلیم دوه جلا جلا موضوعات دي او د دواړو د حل میکانېزم بېل دی. بیا کومې شخصي ګټې؟ په دغه نادره تحقیق کې چې د یوې معتبرې رسنۍ له ادرسه خپور شوی؛ هېڅ بېلګه نه ده وړاندې شوې چې کومې شخصي ګټې!؟

    بي‌بي‌سي په دې راپور کې د ملګرو ملتونو د څارونکو په قول وایي، «د انټرنیټ پرې کولو د هغوی امتیازات په داسې ډول وګواښل چې د نجونو پر زده‌کړو په بندیز هېڅکله نه وو ګواښل شوي.» د کورنیو چارو وزیر د خوست خبرې، چې کشرانو او مسؤلینو ته یې د سپارښتنو په بڼه کړې وې او واضح مفهوم یې د امارت پاليسي او د رهبرۍ نظر څرګندول و، ویلي یې وو چې کشران مجاهدین او حکومتي مسؤلین باید له زور زیاتي څخه ډډه وکړي او له ولس سره نرمي اختیار کړي. بي‌ بي‌ سي دا خبرې تحریف کړي او لیکلي یې دي، چې کورنیو چارو وزیر د مشرتابه دریځ د سختۍ دریځ بولي، چې په حقیقت کې خبره برعکس ده.

    هم مهاله په هماغه ورځو کې د لوړو زده کړو وزیر یوه بله جلا موضوع، چې مخاطب یې بهر ته تلونکي مجاهدین وو او له افغانستان څخه بهر د جهاد په نیت د تګ اراده لري، د امیر د اطاعت کولو سپارښتنه یې ورته کړې وه.

    بي‌ بي‌ سي بې له ثبوته د لوړو زده کړو وزیر خبرې د کورنیو چارو د وزیر په وړاندې بللې دي، چې په هغه ورځو کې له خواله رسنیو وضاحت خپور شو، چې دغه دوه جلا موضوعات دي او د دواړو پیغامونو موخه یووالي ته ارزښت ورکول دي.

    په ټوله کې بي‌ بي‌ سي د نظر اختلاف او مخالفت، همدا راز د درز ترمنځ توپیر ورک کړی، ثبوت او دلایل یې نشت سره برابر دي او پکې شوې ادعاوې پر اوازو ولاړې دي، چې له یوې لویې رسنۍ سره دا چاره مناسبه نه ده او له ژورنالیستیکي اصولو سره په څرګند او شرموونکي ټکر کې دي. د یوې سترې رسنۍ لپاره دا راپور د ځاني او یو طرفه تحلیل په کچه د منلو وړ دی، خو د قطعي مستند تحقیق په بڼه لوستونکو ته د منلو وړ نه دی.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهمولوي بدرالدین حقاني له امارات مېشته افغان مخورو او سوداګرو سره کتلي
    راتلونکي مقاله امریکا باید د افغانستان د اوسني حکومت په رسمیت پېژندنه کې ځنډ ونه کړي

    مربوطه لیکنې

    نړیوال بحرانونه او د افغان حکومت د مخالفینو خام ارمانونه

    16 جنوري 2026

    باګرام د واقعیت په هنداره کې؛ د امریکا د راستنېدو خوب ولې ناکام دی؟

    15 جنوري 2026

    له واقعیتونو د پرځېدلي جمهوریت د چارواکو تکراري تېښته

    14 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 16 جنوري 2026

    امریکا باید د افغانستان د اوسني حکومت په رسمیت پېژندنه کې ځنډ ونه کړي

    بې سنده مرکې او نا معلومې سرچینې؛ د بي بي سي ناقص تحقیق

    16 جنوري 2026

    مولوي بدرالدین حقاني له امارات مېشته افغان مخورو او سوداګرو سره کتلي

    16 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    امریکا باید د افغانستان د اوسني حکومت په رسمیت پېژندنه کې ځنډ ونه کړي

    16 جنوري 2026

    بې سنده مرکې او نا معلومې سرچینې؛ د بي بي سي ناقص تحقیق

    16 جنوري 2026

    مولوي بدرالدین حقاني له امارات مېشته افغان مخورو او سوداګرو سره کتلي

    16 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،103 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،051 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،112 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.