Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د مخالفينو د شعاري يووالي واقعیت
    تورې څېرې

    د مخالفينو د شعاري يووالي واقعیت

    عمران آغاعمران آغا14 مارچ 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليکوال: ارسلا مهدي

    له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې چې په افغانستان کې د واک بدلون راغلی، په داسې حال کې چې احمد مسعود په خپله وروستۍ تبلیغاتي وینا کې د مخالفینو د یووالي ادعا وکړه، خو میداني واقعیتونه بیا بېل دي او د افغان حکومت د مخالفینو د منظموالي او انسجام نشتوالی لا د بحثونو په سر کې ځای لري. که څه هم په بهر کې یو شمېر سیاسي څېرې، پخواني چارواکي او ګوندونه موجود دي، خو دوی تر اوسه نه دي توانېدلي چې یو واحد سیاسي چتر یا داسې یوه برنامه رامنځته کړي چې د افغانستان د ټولو قومونو او سیاسي لیدلورو استازیتوب وکړي، بلکې دوی په خپل منځي اختلافاتو او د شخصي ګټو په تأمین بوخت دي.

    په مخالفینو کې دا خپل منځي تشتت د دې لامل شوی چې مخالفین د نړیوالې ټولنې په نظر کې هم د یوې پیاوړې سیاسي قوې په توګه د پام وړ و نه اوسي. د دې نه همغږۍ یو لوی لامل د تېر شل کلن جمهوري رژیم پر مهال د باور د کچې ټیټوالی او د سیاسيونو ترمنځ د ژورو درزونو موجودیت دی. ډېری هغه کسان چې نن د مخالفینو په توګه ځان معرفي کوي، یا د تېر رژیم په ناکامیو کې شریک ګڼل کېږي او یا هم د ځانګړو تنظیمي او قومي ګټو په مدار کې حرکت کوي. د دوی له خوا د یوې داسې بدیل برنامې نشتوالی چې د کشالو متنوع حللارې وړاندیز کړي، د دې باعث شوی چې ولس د مخالفینو په اړه د بې ‌باورۍ په فضا کې پاتې شي.

    د مخالفت په برخه کې بله ستره ننګونه د «سیاسي او پوځي» لارو ترمنځ د روښانه کرښې نشتوالی دی. ځینې ډلې لا هم د وسلوال مقاومت په تکل کې دي، خو په اوسني وضعیت کې نه یوازې د نړیوال ملاتړ له نشتون سره مخ دي، بلکې د مشروعیت نشتون او په خلکو کې د جګړې د تکرار په اړه د وېرې شتون هم د دې مخالفت په مخنیوي کې رول لوبولی.

    د نړیوالې ټولنې د ملاتړ ترلاسه کول هم د مخالفینو لپاره یوه بله مهمه ازموینه ده. نړۍ اوس مهال له افغان حکومت سره د تعامل په حال کې ده او د بدیل په لټه کې نه ده، ځکه چې مخالفين تر اوسه د یو منظم سیاسي جریان په بڼه نه دي ښکاره شوي، بلکې برعکس افغان حکومت د رسمیت پیژندنې ټول مراحل پوره کړي دي. ځینې مخالفین توقع لري چې په راتلونکې کې د افغانستان په برخلیک کې رول ولوبوي، خو دوی لا هم د خپل منځي اختلافاتو او ګډ لیدلوري د نشتون قربانیان دي، نه په نړیواله کچه د اعتبار وړ دي او نه په کور دننه ولسي ملاتړ لري.

    تر ټولو اړینه خبره دا ده چې مخالفین واک ته د رسېدو لپاره د بهرنیانو په توسط د جګړې او فشار غوښتونکي دي، هغه انتخاب چې په تېر کې یې هم دوه لسیزې هېواد د یرغلګرو د ګټو لپاره قرباني کړ، خو په اخر کې دغه بهرنۍ مداخلې یرغلګرو ته له تېښتې او د دوی په لاس جوړ شوي رژیم له پرځېدو پرته نور څه په لاس ورنکړل. مخالفین یوازې د واک تندې اخیستي او د خړوبولو په هدف یې د خلکو د دردونو لپاره دوا، د افغانستان لپاره روښانه راتلونکې او په افغانستان کې خپلواک اسلامي حکومت دوام نه غواړي.

    د یوې اغېزمنې بدیلې لارې په توګه د افغان حکومت د مخالفينو لپاره اړینه ده چې له مخکنیو تېروتنو تېر شي او د هېواد د خیر لپاره په دې حساس وخت کې پر یووالي تمرکز وکړي. په افغانستان کې د حاکم خپلواک اسلامي نظام سره ودرېږي، د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي او د هر بهرني دښمن په وړاندې د هېواد له ارضي تماميت څخه د هېواد د نورو بچيانو ترڅنګ دفاع وکړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد پاکستان تحریک انصاف ګوند غړی، الادین: افغان ډرون الوتکو ملکي وګړو ته زیان نه‌دی رسولی؛ خو وبه ګورئ چې پاکستانۍ الوتکې به ماشومان او ښځې شهیدانې کړي
    راتلونکي مقاله د جمعيت علماء اسلام پاکستان ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن: پاکستان، افغانستان سره د جګړې له امله له جدي ننګونو سره مخ دی

    مربوطه لیکنې

    مخکښ پاکستانی خبریال، احمد نوراني: زموږ سره د عاصم منیر په څېر د هېواد پلورونکو، ضمیر پلورونکو او مفاد پرستو خلکو هېڅ کمی نشته

    13 مارچ 2026

    د مقاومت جبهې هېواد پلورونکي غړي او پلویان

    13 مارچ 2026

    د پاکستاني پوځي رژیم د ناکامۍ روڼ انځور

    13 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 14 مارچ 2026

    ايران تېره شپه د اسرائیل مهم نفوذ لرونکی مذهبي مشر مئير بير وژلی دی

    ترکي ليکوال او خبريال أیوب صاغجان او ګڼو نورو نړيوالو خبريالانو خبر ورکړی، چې ایران…

    د ايران سپاه پاسداران د اسرائیلي وګړو موبایلونو ته د خيبر فاتح تر نامه لاندې پيغامونه لېږلي

    14 مارچ 2026

    ايراني ډرون الوتکې عراق کې د امريکا سفارت ته نږدې مهم دفاعي سيسټم له منځه وړی

    14 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ايران تېره شپه د اسرائیل مهم نفوذ لرونکی مذهبي مشر مئير بير وژلی دی

    14 مارچ 2026

    د ايران سپاه پاسداران د اسرائیلي وګړو موبایلونو ته د خيبر فاتح تر نامه لاندې پيغامونه لېږلي

    14 مارچ 2026

    ايراني ډرون الوتکې عراق کې د امريکا سفارت ته نږدې مهم دفاعي سيسټم له منځه وړی

    14 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،120 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،071 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،142 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.