د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دې وزارت وزیر ملا محمد عیسی ثاني د میدان وردګ، بامیان او بغلان ولایتونو ته د سفر پر مهال د دوشي–بامیان سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه کړې ده.
نوموړي د پروژې مسوولینو او تخنیکي ټیمونو ته سپارښتنه کړې چې چارې په ښه کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې کړي. د پروژې مسوولینو ډاډ ورکړی چې پاتې کارونه به هم د ټاکلي مهالوېش له مخې بشپړ شي.
د دوشي–بامیان ۱۵۲ کیلومتره اوږد سړک، چې د ۵۴۹ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي، اوسمهال یې د ۹۰ کیلومتره سړک د پراخولو، پرکارۍ او کتنګ چارې، چې شاوخواد پروژې ۶۰ سلنه برخه جوړوي؛ بشپړې شوې دي.


