کله چې د يو هېواد د ملي ګټو او خاورې د ساتنې خبره کېږي، نو سياست او پرېکړې بايد د استقلالیت په ساتلو، د نن ورځې د واقعيتونو، اړتياوو او د ولس د خوندیتوب پر بنسټ وشي. له بده مرغه، د تېرې ناکامې ادارې ځینې چارواکي او سياستوال، چې تل يې شخصي ګټې تر ملي ګټو مخکې کړي، د افغانستان او روسيې ترمنځ د نوي نظامي او تخنيکي تړون په اړه ناسم او نيمګړي تحليلونه وړاندې کوي. دوی هڅه کوي چې خلکو ته داسې وښيي چې دا کار د هېواد په ګټه نه دی، خو په اصل کې د دوی دا څرګندونې له حقيقت ليرې او يوازې يو سياسي غبرګون دی.
د افغانستان د دښمنانو او مخالفينو لویه ستونزه دا ده چې هغوی د تېر مهال د شوروي اتحاد پر وړاندې جهاد د نن ورځې له اړيکو سره مقايسه کوي. هغه مهال زموږ پر خاوره تېری شوی و او ولس يې پر وړاندې په مېړانه ودرېد، خو نن ورځ افغانستان يو خپلواک هېواد دی او د يو آزاد نظام په توګه د نړۍ او سيمې له قدرتونو سره پر متقابلو ګټو ولاړ تړونونه کوي. دا اړيکې د غلامۍ نه، بلکې د استقلالیت په ساتنې، د هېواد د پياوړتيا لپاره دي. د تېر او اوسني حالت دغه ناسمه مقايسه کول ښيي چې دا کسان لا هم په ماضي کې ژوند کوي او د هېواد د نن ورځې اړتياوې نه شي درک کولای.
بل لور ته، ځینې دغه ماتې خوړلې څېرې داسې بې بنياده ادعاوې کوي چې ګواکې دا تړون له وسلوالو ډلو سره مرسته کوي. دا په داسې حال کې ده چې د تېرې ادارې دغو مشرانو خپله هېواد د پرديو په شتون کې د تباهۍ او جګړې په لور يووړ او اوس نه شي زغملای چې په هېواد کې يو پياوړی او منظم نظام رامنځته شوی دی. دوی پر ځای د دې چې د خپل هېواد د وسلوال ځواک د پياوړتيا او د دفاعي سيستمونو د عصري کېدو ملاتړ وکړي، داسې منفي تبليغات کوي چې يوازې د هېواد د دښمنانو په ګټه تمامېږي.
دا پوځي او تخنيکي همکاري په حقيقت کې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا او د خلکو د امنيت د تضمين لپاره يو خورا اړين ګام دی. يو هېواد هغه مهال د بهرنيو تهديدونو پر وړاندې ځان ساتلی شي چې يو موټی ولس، قوي دفاعي وسايل، رادارونه او مجهز پوځ ولري. له روسيې سره دا نوی تړون له افغانستان سره مرسته کوي چې خپل دفاعي سيستمونه پياوړي کړي او خپل سرحدونه داسې خوندي کړي چې هېڅوک پرې د تېري جرات ونه کړي. دا د هر خپلواک حکومت حق دی چې د خپل ولس د ارامۍ لپاره داسې ستراتيژيک ګامونه پورته کړي.
د دې تړون اهميت او بېسارې توب له دې هم معلومېږي چې زموږ ځینې مغرض ګاونډيان ترې سخت وارخطا او اندېښمن دي. دوی چې تل يې غوښتل افغانستان يو بې دفاع او کمزوری هېواد وي، ترڅو دلته خپلې شومې موخې مخې ته يوسي، اوس د افغانستان د پوځي پياوړتيا له امله په وېره کې دي. په سيمه کې د دښمنانو دغه ډار او غبرګون پخپله دا ثابتوي چې دا تړون د افغانستان د ملي ګټو لپاره څومره سم، ګټور او پر ځای ګام دی، ځکه د مقابل لوري تشويش تل زموږ د قوت نښه وي.
له روسیې سره د پوځي – تخنيکي تړون په اړه د احساساتي او پرديپالو کسانو خبرې د افغانستان د هوښيار ولس په وړاندې هېڅ ارزښت نه لري. هغوی چې پرون يې هېواد په خپلو لاسونو د تباهۍ لور ته وړی وو، نن حق نه لري چې د هېواد د دفاعي تګلارو په اړه قضاوت وکړي. دا نوی تړون نه يوازې دا چې د افغانستان سياسي دريځ په سيمه کې پياوړی کوي، بلکې هغو ټولو کړيو ته يو کلک ځواب دی چې غواړي دا خاوره تل بې وزلې، کمزورې او د پرديو محتاجه وګوري.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


