د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د دې هېواد له لارې د ایران د کنګل شویو شتمنیو یوه برخه تهران ته سپارل شوې ده.
یاد وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې له اماراتو څخه ایران ته د ۳ میلیارده ډالرو د لېږد په تړاو خپرې شوې اوازې بېبنسټه او ناسمې دي.
د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي، چې د ایران کنګل شوې شتمني د دې هېواد له لارې نه ازاده شوې او نه لېږدول شوې ده.


