د یمن پر پلازمېنې واکمنې حوثي ډلې خبرداری ورکړی، چې که سیمهییز کړکېچ پراخ شي، ښايي «بابالمندب» تنګی د هر ډول کښتیو د تګ راتګ پر مخ وتړي.
د یادې ډلې د رهبرۍ شورا غړي، عبدالاله حجر ویلي، دوی تر دې وړاندې یاد تنګي کې پر صهیونیستي بېړیو بندیز لګولی و او که اړتیا پېښه شي، باب المندب به د ټولو کښتیو پر مخ وتړي.
بابالمندب تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه دیؤ چې د سره سمندرګي او عدن خلیج ترمنځ موقعیت لري او د نړۍ د نفتو لویه کچه له همدې لارې تېرېږي.
د یادونې ده، چې حوثیانو د غزې جګړې له پیل راهیسې په ځلونو باب المندب تنګي کې صهیونیستي رژیم سره تړلې بېړۍ په نښه کړې دي.


