د ایران د پارلمان مشر، محمد باقر قالیباف د لبنان پر پلازمېنې بیروت د صهیونیستي رژیم له هوايي برید وروسته، پر امریکا توندې نیوکې کړي.
هغه ویلي، دې برید ثابته کړه چې امریکا د خپلو ژمنو د عملي کولو اراده نهلري او یا یې د پلي کولو توان نهلري.
قالیباف ټینګار کړی، چې واشنګټن صهیونیستي رژیم ته په شنه څراغ ورکولو امتیاز نه شي ترلاسه کولای.
د ایران د پارلمان مشر امریکا ته خطاب کې ویلي، چې که د خپلو ژمنو د عملي کولو اراده او توان نهلري، نو د خبرو اترو د دوام خبره هم بېمانا ده.
په ورته مهال د اکسیوس خبریال باراک راوېډ د خپلو سرچینو له قوله ویلي، پر بیروت د صهیونیستي پوځ برید له سنټکام سره په همغږۍ ترسره شوی و.
له بل لوري د امریکا ولسمشر یاد برید ته غبرګون کې له حزب الله، صهیونیستي رژیم او ایران څخه د زغم غوښتنه کړې.


