د هندوکشغږ موندنې ښيي چې د تش په نوم آزادۍ جبهې یو شمېر ویډیوګانې د پاکستاني پوځي رژیم تر کنټرول لاندې چترال او نورو سیمو کې ثبت شوې او د تبلیغاتو، عامه افکارو اړولو او پاکستان د خوشحالولو لپاره په ټولنیزو رسنیو کې، افغانستان ته منسوبو سیمو په نوم خپرېږي.
په دې وروستیو کې د نوموړې خیالي ډلې څو تنو غړو یوه ویډیو ثبت کړې وه او ادعا یې کړې وه چې د افغانستان، بدخشان ولایت کې حضور لري او د افغان حکومت په وړاندې جنګېږي؛ همدا راز یادې ډلې د یوې ویډيو په خپرولو سره ادعا کړې چې د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې یې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د راکټ انداختونه کړي دي. خو د هندوکشغږ د ترلاسه شویو اطلاعاتو او ویډيوګانو د تخنیکي تحلیل پر بنسټ ثابته شوه، چې یادې ویډیوګانې د چترال په غرونو او نورو سيمو کې، د پوځي رژیم له سیمهییزو امنیتي ارګانونو سره په همغږي ثبت او خپرېږي.
د چترال جغرافیايي موقعیت داسې جوړ دی چې له افغانستان سره د ډیورنډ کرښې له لارې تړلی دی، چې د دواړو خواو د غرونو بڼه، رنګ او جوړښت کټ مټ یو شان ښکاري، ځکه دواړه د هندوکش د یوې ګډې لړۍ برخه دي؛ له همدې موقع په استفاده آزادۍ جبهه تبلیغاتي جعلي ویډیوګانې جوړې او خپروي. د لغمان په الینګار کې د ادعا شوي برید ویډيو هم جعلي او تبلیغاتي ده او افغانستان کې نه ده جوړه شوې، ځکه بریدګر د راکټ انداخت کوي، خو خپل مقابل هدف په دقیق ډول نه ښيي او نه یې هم د مقابلو ډزو کوم ثبوت شته، په داسې حال کې چې بریدګر ښيي چې د غره له یوې لوړې څوکې انداخت کوي؛ همدا راز اعلامیه کې یادونه شوې چې څو دقیقې یې جګړه کړې، خو په ویډیو کې د غبرګون هیڅ نښه نه لیدل کېږي.
دا ډول نمایشي او تبلیغاتي تحرکات وروسته له هغې زیات شوي چې تېره اونۍ د افغان حکومت هوايي ځواکونو، د پاکستاني پوځ تر کنټرول لاندې د شریرو اربکیانو او داعش ډلې پر مرکزونو او پټنځایونو مرګوني بریدونه وکړل. د دغو بریدونو پایلو وښودله چې پاکستان دغو ډلو ته په خپله خاوره کې پراخ امکانات، خوندي پټنځایونه او هر اړخیزې اسانتیاوې برابرې کړې دي، ترڅو هغوی وکولای شي په اسانۍ سره د ننه په پاکستان کې خپلې ډراماتیکې ویډیوګانې جوړې او خپرې کړي.
کارپوهان په دې باور دي چې د دغو جعلي ویډیوګانو تر شا اصلي موخه د حقایقو برعکس ښودل او یو ډول رواني جګړه ده. مخالفې ډلې غواړي د داسې تبلیغاتي ویډيوګانو له لارې د افغانانو ذهنونه مغشوش او هغوی د ځان په لور جذب کړي. له بلې خوا، د دې تمثیلي هڅو هدف دا دی چې مرکزي حکومت کمزوری وښيي، خو په حقیقت کې دا یوازې یو سیاسي چال او نېرنګ دی چې په ساحه کې هیڅ واقعي بڼه نه لري.


