سپوتنیک د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي، رادیون میروشنیک، له قوله لیکلي چې روسیې تېر کال د ۲۰ زره او ۳۵۳ اوکرایني عسکرو جسدونه کېیف ته سپارلي دي.
د هغه په وینا، روسیې په همدې موده کې له اوکراین څخه د خپلو ۶۲۷ عسکرو جسدونه ترلاسه کړي دي.
میروشنیک دا هم ویلي، چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له میاشتې راهیسې د اوکراین د بریدونو له امله ۸ زره او ۵۰۰ ملکي روسان وژل شوي او ۲۲ زره او ۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.
د یادونې ده، چې د روسیې او اوکراین جګړه د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین د روسیې له برید سره پیل شوه او تر اوسه روانه ده.
د راپورونو له مخې، د دې جګړې له امله له دواړو لوریو سلګونه زره کسان وژل شوي دي.


