د روسیې ټاس خبري اژانس، د روسیې د پوځ لوی درستیز، والیري ګراسیموف له قوله راپور ورکړی، چې ځواکونو یې د اوکراین په ختیځ کې د دونیټسک سیمې ستراتیژیک ښار، کوستیانتینیفکا، تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی.
د نوموړي په وینا، دغه ښار د اوکراین د دفاعي لیکو له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېده او نیول یې د روسي ځواکونو لپاره مهم پوځي پرمختګ بلل کېږي.
بلخوا اوکرایني چارواکو تر اوسه د روسیې د دغې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.


