د فارس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د خپلواکۍ ورځې د نمانځنې پر مهال د نیویارک ښار په بروکلین سیمه کې د ډزو په پېښه کې پنځه کسان ټپیان شوي، چې دوه ماشومان هم پکې شامل دي.
د راپور د معلوماتو له مخې پېښه د شنبې شپې شاوخوا ۱۰:۳۵ بجې د سیمهییز وخت له مخې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې خلکو د اورلوبو ننداره کوله.
راپور زیاتوی، چې په ټپیانو کې یو اووه کلن او بل پنځه کلن ماشوم هم شامل دي. ټپیان ټول ژوندي پاتې شوي او روغتون ته انتقال شوي دي.
د نیویارک پولیسو ویلي، چې د پېښې په اړه لا هم څېړنې روانې دي او د ډزو دقیق علت او جزییات نه دي روښانه شوي.


