د بهرنیو چارو وزرات ویاند ضیاء احمد تکل پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان او هند د بهرنیو چارو وزارتونو د ګډې کمېټې څلورمه ناسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لومړي سیاسي رئیس شعیب بریالي او د هند د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان، افغانستان او ایران د چارو رئیس انند پرکاش په مشرۍ د دواړو هېوادونو استازو ګډون کړی و.
د ناستې ګډونوالو د دوه اړخیزو اړیکو، سیاسي تعاملاتو، اقتصادي همکاریو، د ویزو د ورکړې، د سوداګرۍ پر وړاندې د شته خنډونو او د صادراتو او وارداتو د پراختیا په اړه بحثونه کړي دي.
دواړو لورو ټینګار کړی، چې د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د همکاریو دوام او د شته ستونزو حل ته اړتیا ده.


