د مقاومت د خیالي ډلې مشر احمد مسعود په خپلو وروستیو څرګندونو کې د افغانستان لپاره د داسې یو بدیل او سیاسي پروسې خبره کړې چې له ورایه پکې د ځمکني واقعیت او ذهني تصور ترمنځ فاصله ښکاري. کله چې دغسې یو سیاسي بهیر د هېواد په داخل کې د یوې لوېشتې ځمکې د کنټرول او جغرافیایي شتون وړتیا ونه لري، نو د بدیل حکومت، اساسي قانون، ټاکنو او نورو په څېر لوړ مفاهیم یوازې په کډوالۍ کې د ځان د مصروف ساتلو لپاره ښه کارولای شي. سیاست په شعارونو نه، بلکې په میدان کې په حضور رامنځ ته کېږي؛ هغه څه چې مسعود او د هغه خیالي ډله ترې په بشپړه توګه بې برخې دي.
د مسعود لخوا دې ادعا چې «د افغان حکومت بدیل یو فرد نه، بلکې یو ملي او قانوني بهیر دی»، په حقیقت کې هغه لویه تشه ښکاره کړه چې مخالفین په داخل کې ورسره لاس او ګرېوان دي. مخالفین د تېرو پنځو کلونو له تېرېدو سره سره، نه دي توانېدلي چې یو له ولسي ملاتړ برخمن، مشروع او قانوني بهیر رامنځته کړي، ځکه د یو باثباته سیاسي بدیل او بهیر تمثیل د ولسي پرګنو له تنظیم او د جغرافیایي واک له لرلو پرته ناممکن دي؛ همدا راز مخالفین هر یو ځان بدیل ګڼي، خو نور بیا نفي کوي.
د مخالفینو تر ټولو لویه ستونزه دا هم ده چې د خپل موجودیت تعریف یې یوازې په ټولنیزو رسنیو کې په تبلیغاتي پروپاګند او په ځینو ناستو کې په ګډون پورې محدود کړی دی. خو د افغان حکومت د نظامي او سیاسي عظمیت پر وړاندې، چې اوس مهال پر ټول هېواد بشپړ کنټرول لري، د داسې مخالفینو لخوا د نوي نظام نقشه جوړول چې حتی خپل استوګنځایونه یې هم له هېواده بهر دي، له سیاسي پلوه د خندا وړ او له واقعیت لرې چاره ده.
بل خوا د مسعود لخوا ولسي ارادې ته اشاره کول له دغه لوړ مفهوم څخه سیاسي استفاده ده. تش په نوم مقاومت ډله څنګه کولای شي په هېواد کې د ننه د خلکو د ارادې استازیتوب وکړي، په داسې حال کې چې د هغوی او د افغان ولس ترمنځ فزیکي، سیاسي او جغرافیایي اړیکې په بشپړه توګه له منځه تللې دي؟ ترڅو چې یو خوځښت د هېواد په دننه کې ټولنیزې او فزیکي ریښې و نه لري، د خلکو د ارادې تمثیل نه شي کولای او د هغوی هر ډول طرحه به د تر آنلاین ناستو پورې محدوده وي.
تاریخ دا ثابته کړې چې له لیرې او مجازي ناستو څخه اداره کېدونکي او پر خیالي شعارونو متکي بهیرونه هیڅکله نه شي کولای د یوه هېواد د سیاسي برخلیک پر اراده اغېز وکړي. د دې ډلې بله لویه کمزوري دا ده چې هڅه کوي د سیاسي لغاتونو تر شا خپل واقعیت پټ کړي. دوی د دې لپاره چې خپله پوځي او عملیاتي ماتې جبران کړي، هڅه کوي په تیوریکي بحثونو او د عصري اصطلاحاتو په کارولو سره نړیوالو ته ځانونه د روان وضعیت د متبادل په توګه وښيي، خو د دې پروسې د پیلولو لپاره هیڅ ډول مشروعیت، عملي ځواک او مېکانیزم نه لري.
له ځمکني واقعیت سره په ټکر کې هر ډول سیاسي پروسه او نظریه پردازي په ماتې محکومېږي. د مسعود د ډلې خیالي پلانونه ځکه د هېواد په داخل کې پېروېدونکي نه لري، چې ولس د هغوی پر عملي ځواک باور نه لري. له بهره د افغانستان د راتلونکي نقشه ایستل او د یوې داسې پروسې تمه لرل چې بنسټ یې یوازې پر فرضیو ولاړ وي، د مقاومت ډلې د ستراتیژیکې ناتوانۍ او له میداني واقعیته د تېښتې تر ټولو روښانه ثبوت دی.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


