فارس خبري آژانس خبر ورکړی، چې د عراق اسلامي مقاومت په یوې اعلامیه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژنې لپاره د ۱۰ میلیونه ډالرو انعام د اعلان خبر ورکړی دی.
فارس خبري آژانس د یادې ډلې له قوله لکي، چې دا پیسې د خپلو ملاتړو او پلویانو له مرستو راټولې شوې دي. په اعلامیه کې د ټرمپ هغه څرګندونې هم غندل شوې، چې د قاسم سلیماني او ابومهدي المهندس د وژل کېدو په اړه یې کړې وې.
اعلامیه زیاتوي، چې د سلیماني او المهندس وژنه به بې ځوابه پاتې نه شي او ټرمپ یې د دې پېښې مسوول بللی دی.
قاسم سلیماني، چې د ایران د سپاه قدس ځواک قوماندان و، ورسره یوځای د عراق د حشد الشعبي مرستیال مشر ابومهدي المهندس، د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې بغداد هوايي ډګر ته نږدې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شول.


