Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»خلیل الحیه د حماس د سیاسي دفتر نوی مشر ټاکل شوی
    منځنی ختیځ

    خلیل الحیه د حماس د سیاسي دفتر نوی مشر ټاکل شوی

    عمران آغاعمران آغا20 جولای 2026څرگندونې نشته1 دقیقه لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    الجزیرې راپور ورکړی، چې د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) خلیل الحیه د خپل سیاسي دفتر د نوي مشر په توګه ټاکلی دی.

    الجزیرې ویلي، حماس د دوشنبې په ورځ د داخلي ټاکنو پایله اعلان کړه، چې له مخې یې خلیل الحیه د رایو په ترلاسه کولو سره د غورځنګ د سیاسي دفتر مشري وګټله او د پخواني مشر یحیی السنوار ځای ناستی شو.

    د راپور له مخې، الحیه په ټاکنو کې ۳۵ رایې ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې د حماس د بهرني دفتر مشر او پخوانی سیاسي مشر خالد مشعل ۳۴ رایې اخیستې دي.

    الجزیرې زیاته کړې، حماس د یحیی السنوار له شهات وروسته د جګړې په شرایطو کې د چارو د مدیریت لپاره موقتي مشرتابه شورا جوړه کړې وه، خو اوس یې د نوي مشر په ټاکلو سره خپل سیاسي جوړښت بېرته منظم کړی دی.

    خلیل الحیه د حماس له مهمو مشرانو څخه دی او د غزې د جګړې پر مهال یې د حماس د مذاکراتي پلاوي مشري کوله. د الجزیرې د معلوماتو له مخې، نوموړی له دې وړاندې د حماس د سیاسي دفتر غړی او د عربي او اسلامي اړیکو د برخې مسوول هم پاتې شوی دی.

    مخکینۍ مقالهترکیه وایي، د اوکراین د سمندري امنیتي تضمینونو مشري ته چمتو ده
    راتلونکي مقاله نورستان کې د سېلابونو له امله ۲۰ تنه شهیدان او تر ۱۰۰ زیات نادرکه دي

    مربوطه لیکنې

    په منځني ختیځ کې د ایران بریدونو له امله نږدې ۱۰۰ امریکايي سرتېري ټپیان شوي

    21 جولای 2026

    سوریايي چارواکو د لبنان قضيه کې د مداخلې اړوند د ټرمپ څرګندونو ته منفي غبرګون ښودلی

    20 جولای 2026

    د عراق اسلامي مقاومت ويلي که امريکا پر ايران بريدونو ته دوام ورکړي نو مستقيمه جګړه پيلوي

    20 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 21 جولای 2026

    د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو او تېزو بادونو خبرداری ورکړل شوی

    د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د یوې تازه خبرتیا په…

    نورستان کې د وروستیو سېلابونو له امله د شهیدانو شمېر ۲۳ ته ورسېد او ۱۰۰ تنه لا هم نادرکه دي

    21 جولای 2026

    امریکا ویلي، پر ایران به زموږ عملیات تر بشپړې بریا دوام وکړي

    21 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو او تېزو بادونو خبرداری ورکړل شوی

    21 جولای 2026

    نورستان کې د وروستیو سېلابونو له امله د شهیدانو شمېر ۲۳ ته ورسېد او ۱۰۰ تنه لا هم نادرکه دي

    21 جولای 2026

    امریکا ویلي، پر ایران به زموږ عملیات تر بشپړې بریا دوام وکړي

    21 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،113 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،229 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.