د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اقتصادي کمېسیون د شیرخان بندر له لارې له تاجکستان، قرغزستان او چین سره د سوداګرۍ د پراختیا په موخه یو لړ وړاندیزونه تایید کړي، چې له مخې به یې د بندر زېربناوې پراخې، کاري ساعتونه زیات او لوجستیکي مرکز جوړ شي.
د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، دغه پرېکړې د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې شوې دي. د پرېکړو له مخې، اړوند وزارتونه او ادارې به په شیرخان بندر کې لازمې زېربناوې جوړې او پراخې کړي، له تاجکستان سره به د همغږۍ په ترڅ کې د بندر کاري ساعتونه زیات کړي او د ګمرک، ګودامونو، تخلیې او بارګیرۍ د خدمتونو لپاره به لوجستیکي مرکز جوړ شي.
په غونډه کې د کټای دهلیز د فعالولو لپاره د اړتیا وړ رېلي تاسیساتو د جوړولو، د داغمه اوسپنې د پروسس او په دولتي پروژو کې د معیاري ګول سیخ د کارولو او همدارنګه د کرنې، خوراکي توکو، درملو، ساختماني موادو او نورو برخو اړوند د ۳۷ معیارونو او ۱۲ ازمایښتي طریقو د تایید پرېکړې هم شوې دي. د اقتصادي معاونیت په وینا، یادې پرېکړې د وروستي منظورۍ لپاره د مشرتابه دفتر ته استول شوې دي.


