د جمهوريت پر مهال د ولسي جرګې غړې، ګلالۍ صافۍ د خپلو معلوماتو پر اساس ادعا کړې، چې د جمهوريت دورې د ولسمشر مرستيال، د احمد شاه مسعود ورور او اوس د مقاومت جبهې مهم غړي احمد ضيا مسعود د ۶۵ ميليونه يورو په ارزښت د فرانسې په سويل کې يو لوکس هوټل اخيستی.
صافۍ په خپل ایکس پاڼه ليکلي، مسعود دا هوټل په داسې حال کې اخیستی چې تر دې مخکې یې ادعا کوله، چې د خپل ژوند لګښتونه د هغه ملکیت له کرایې څخه پوره کوي چې کلونه وړاندې یې له يوه هندو څخه اخیستی او په کرایه یې ورکړی و.
د احمد ضیا مسعود د لسګونه ميليونه يورو شتمنيو درلودو دا خبرونه داسې مهال لاس په لاس کېږي، چې د مسعود پر کورنۍ له کلونو راهیسې د مالي فساد او د نامشروع شتمنیو د راټولولو تورونه مطرح شوي.
عام باور دا دی، چې د مسعود کورنۍ چې اوسمهال د احمد مسعود په مشرۍ د تش په نوم مقاومت جبهې مشري هم په غاړه لري، له بهرنيو استخباراتو څخه پروژې ترلاسه او د پلي کولو پر مټ یې خپل جېب ډکوي.


