د معیار او کیفیت ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ میاشتې په اوږدو کې یې د اسلامکلا بندر له لارې هېواد ته د ۵۳۵ ټنو او ۸۷۰ کیلوګرامه غیرمعیاري او بېکیفیته وارداتي توکو د داخلېدو مخه نیولې او ۱۷ بار وړونکي محمولې یې بېرته صادرونکي هېواد ته ستنې کړې دي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په مسترد شویو توکو کې تور سمنټ، نبشي، ناوداني، ګاډر اوسپنه، قیر، غالۍ او جامې شاملې وې، چې له ټاکل شویو معیارونو سره د نه مطابقت له امله بېکیفیته تشخیص شوي دي.
د معیار او کیفیت اداره ټینګار کوي، چې په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د ارزونې او کنټرول بهیر په دوامداره توګه روان دی او د غیرمعیاري توکو د واردولو پر وړاندې به هېڅ ډول نرمښت ونه ښودل شي.


