د بدخشان په یفتل ولسوالۍ کې وروستۍ پېښه او په هماغه لومړیو ساعتونو کې د عاملینو سمدستي نیول کېدو، له تېرو څو ورځو راهیسې يو ځل بیا د دې سبب شوي چې ځینې مخالفین او بهرنۍ کړۍ له وخت مخکې خوشحالۍ وکړي. د دې ډول مغشوشوونکو پېښو لوی ښودل او له هغې څخه د نظام د بې ثباته کېدو نتیجه اخیستل، له میداني واقعیتونو د مخالفينو ناخبري ښيي. د یوې ولسوالۍ لږ شېبه ناکراري یا د شېبو لپاره د کومې نقطې د بې ثباته کولو ادعا، هیڅکله د یوه مسلط او باثباته نظام ستنې نه شي لړزولای.
تر دې اخوا، زموږ په ګاونډ او بالخصوص د پاکستان په استخباراتي حلقو کې هم دا ذهنیت پاتې دی او د تبليغاتو له لارې هڅه کوي چې افغان حکومت بې ثباته وښيي. پاکستان په خپله له بې شمېره داخلي، اقتصادي او امنیتي ننګونو سره لاس او ګرېوان دی؛ نو ځکه د داسې تبليغاتو له لارې هڅه کوي خپلو اجيرانو ته خیالي هیلې ورکړي. خو حقیقت دا دی چې د دوی تحلیلونه او تبليغات د میداني واقعیت له مخې نه، بلکې د خپلو عقدوي هیلو او سیاسي موخو پر بنسټ عیار شوي دي.
مخالفین فکر کوي چې داسې وړې پېښې به د دوی شیندلي صفونه بیرته یو کړي، وسلې ته د لاس کولو جرأت به ورکړي او حکومت به وننګوي؛ خو دا په تېرو پنځو کلونو کې معلوم سراب دی. په تېرو پنځو کلونو کې ولیدل شوه چې مخالفین د وړاندې تګ پر ځای، نور هم په شخړو، خپل منځي اختلافاتو او خيالونو کې غرق شوي دي. د دوی ناکامو غونډو هم دوی ته یووالی او ولسي ملاتړ را نه وړ، بلکې په ولس کې یې د ځای پیدا کولو هیله تر صفر پورې را ښکته شوه.
که منطقي او میداني واقعیتونو ته وکتل شي، اوسنی افغان حکومت په سراسري توګه له روښانه امنیتي مدیریت، متمرکزې قوماندې او جغرافیایي تسلط څخه برخمن دی. په یفتل کې پېښه او بيا تر هغې وروسته د عاملینو سمدستي نیول، پر دښمن د وېرې خپرولو تر څنګ، د حکومت د لوړ استخباراتي او توند امنیتي غبرګون ښکارندویي کوي. نظامونه په دا ډول سيمه ييزو او ډېرو لنډ مهالو تحرکاتو نه پرځېږي، خصوصاً هغه وخت چې حاکم لوری په پوره سرعت د وضعیت د کنټرول وړتیا ولري.
مخالفین او د دوی ترشا ولاړې کړۍ باید بالاخره د اوسني حکومت د سقوط هيله له ذهنه وباسي. نظامونه په فیسبوکي اعلاميو، تبليغاتي هڅو او د واکمنۍ په خوبونو نه بدلېږي. په افغانستان کې نن سبا د واک واحد مرکزي کنټرول وجود لري او وسلوال مخالفتونه بې سرنوشته او شنډ شوي، په همدې اساس د حکومت د سقوط نظریه يو خالي اټکل دی.
مخالفين او د هغوی ملاتړې کړۍ باید پوه شي چې پر خیالي تحلیلونو حساب کول او د څو ورځنيو هيلو تر اغېز لاندې راتلل یوازې د دوی سرګرداني زياتوي. ترڅو چې حقایق له هغې زاویې و نه لیدل شي چې په عملي ډګر کې شتون لري، تر هغه به دا ډول غولوونکې تمې یوازې په تبليغاتي تبصرو او تحلیلونو کې محصور پاتې وي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


