په دې وروستیو کې د افغانستان د سیاسي او نظامي تش په نامه مخالفو جبهاتو ترمنځ راپورته شوې خپل منځي لفظي شخړې او رسنیزې ناندرۍ یو ځل بیا د هغې ژورې بې ثباتۍ او تفاهم د نشتوالي ښکارندويي کوي، چې د دغو جبهاتو بنسټونه یې له پیله تر سیوري لاندې راوستي وو. د آزادۍ، مقاومت، متحدې او نورو تش په نوم جبهاتو مشران، چې وخت نا وخت د رسنیو پر پاڼو، تبلیغاتي آدرسونو او اړیکو ګروپونو کې د یو بل پر وړاندې توندې څرګندونې کوي، په ډاګه کوي چې د دوی موخه د هېواد د واقعي وضعیت درک کول نه دي، بلکې د خپلو شخصي او جبههيي امتیازاتو د ترلاسه کولو او ساتلو لپاره رسنیزه سیالي کوي.
د دې جبهاتو د مشرانو ترمنځ په خپرو شویو غږیزو کلیپونو او څرګندونو کې، لکه د یاسین ضیاء وروستۍ څرګندونې چې د متحدې جبهې او نورو مخالفینو پر وړاندې یې په کنایوي ډول وکړې، د مالي سرچینو او کمزورو بنسټونو په اړه په ښکاره توګه پېغورونه تبادله شوي. یاسین ضیاء ویلي، چې په پنځه زره ډالرو جبهه داري نه کېږي او دغه دوه او پنځه زره ډالر به هم سبا کوم جلال آبادي يا شمالي وال درنه وړي وي. د نوموړي دغه څرګندونې د مخالفینو په منځ کې د ستراتیژیک تفکر خلا او د سیاسي لیدلوري سطحي والی په ډېر وضاحت سره ښيي. دا ډول څرګندونې ښيي چې دغه جریانونه پر هېڅ ډول سپېڅلو یا ملي ارزښتونو نه، بلکې پر مادي او عارضي ګټو ولاړ دي.
د مخالفینو دا خپل منځي اختلافات یوازې د لفظي شخړو تر حده نه پاتې کېږي، بلکې د دوی په عملي او ستراتیژیکو کړنو کې هم ژور اغېز موندلی شي. د یو بل د مخکې کېدو او د رسنیزو موضوعاتو په سر کې د پاتې کېدو دا ارزان بیه هڅې د دې لامل شوې چې د دوی ترمنځ فاصله لا زیاته شي او د یوې ګډې او متفقې تګلارې جوړولو امکانات په بشپړه توګه له منځه لاړ شي. کله چې د نیابتي ډلو مشران په خپلو منځونو کې د واک، پیسو او نفوذ پر سر په جګړه بوخت شي، په طبیعي توګه د دوی تر سرپرستۍ لاندې جوړښتونه هم د بې باورۍ او انشعاب ښکار کېږي.
له رسنیز شور و زوږ او فیسبوکي بریاوو هاخوا، د دغو جبهاتو عملي نتیجه په افغانستان کې صفر ده. د هېواد دننه خلک، چې د کلونو جګړو، کړاوونو او بهرنیو لاسوهنو ترخې تجربې لري، نور د دې ډول تشو نعرو او رسنیزو ډرامو په کتو نه غولېږي. د خلکو په منځ کې د دغو جبهاتو د نفوذ نشتوالی او د کورني ملاتړ بشپړ نشتوالی دا ثابتوي چې دا ډلې یوازې د بهرنیو کړیو په ملاتړ او د ځینو معینو اهدافو لپاره په آنلاین نړۍ کې فعالې ساتل شوې دي.
د مخالفینو په منځ کې دا ډول سیالۍ د هغو بهرنیو لاسوهنو او استخباراتي اجنډاوو څرګندونه هم کوي، چې غواړي د افغانستان نوم او د مقاومت پاکه مفکوره د خپلو ناوړه ګټو لپاره وکاروي. د مخالفو ډلو مشران د پردیو په ملاتړ د یو بل د ځپلو او رسنیزې بدنامۍ هڅې کوي؛ په حقیقت کې مخالفین د ولس پر اوږو د پردیو اشغال او تپل شویو ناخوالو ته لاره هواروي. د پردیو لپاره د مخالفینو دا ډول هلې ځلې نور د چا له سترګو پټې نه دي او د سیمې او نړۍ په کچه د دې جریانونو سیاسي وزن د همدې ناوړه کړنو له امله ورځ تر بلې په ټیټېدو دی.
تر څو پورې چې دغه تش په نوم جبهات له شخصي غوښتنو، تعصباتو او بهرنیو وابستګیو لاس وانخلي، هېڅکله به و نه شي کولی د افغانستان په راتلونکي کې کوم مثبت او رغنده نقش ولوبوي. د یو سالم حرکت لپاره د روغو فکرونو، ملي وحدت او صادقانه خدمت اړتیا ده، نه د داسې کمزورو، وروسته پاتو او شومو موخو لرونکو کړنو چې پایله یې یوازې بهرني اشغال ته لاره خلاصول، د هېواد د زېربناوو تخریب، د ولس پاشلتیا، ځورول او د پردۍ جګړې تپل دي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


