د وحدت ګوند مشر او د مقاومت جبهې د رهبرۍ غړي، محمد محقق پاکستاني رژيم او ولس ته یې د خپلواکۍ د ورځې مبارکي وړاندې کړې ده.
نوموړي ويلي «د اګست ۱۴م د پاکستان د خپلواکۍ ورځې، په مناسبت د پاکستان دولت او ولس ته خپله صمیمانه مبارکي او نېکې هیلې وړاندې کوم. د یوه افغان په توګه، پاکستان ته د سولې، ثبات، هوساینې او لا ډېرو پرمختګونو هیله لرم.»
هغه ويلي، هیله لري، چې دا ملي ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د متقابل درناوي، نېک ګاونډیتوب او عملي همکاریو د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړي.
محقق تر دې وړاندې د افغانستان او پاکستاني رژيم ترمنځ کړکېچ کې هم د پاکستاني لوري کلک ملاتړ کړی و او عاصم منير یې خپل ګران ورور بللی و.


