افغانستان په معاصر تاریخ کې د بېلابېلو سیاسي نظامونو، ایډیالوژیو او بهرنیو لاسوهنو شاهد پاتې شوی دی. له کمونیزم او شوروي یرغل څخه نیولې، تر کورنیو جګړو او د جمهوریت تر پرځېدو پورې د بېلابېلو تحولاتو، پردیو جګړو او تپل شویو جوړښتونو ترخې تجربې تېرې کړې دي.
ډېری سیاسي پروژو، ایزمونو او ناکاره جوړښتونو د افغانستان له ټولنیزو، فرهنګي او دیني واقعیتونو سره بشپړ تړاو نه درلود. کمونیزم د دیني او ټولنیزو ارزښتونو پر وړاندې له سخت سیاست، ظلم او وحشتونو سره افغانستان ته راغی او پایله یې د جګړې، پراخو ویجاړیو، مهاجرت او میلیونونو افغانانو د وژل کېدو او معلولیت په بڼه راڅرګنده شوه.
وروسته د امریکا او ناټو د اشغالګرو ځواکونو حضور او د جمهوریت شل کلنه دوره هم له جدي ننګونو خالي نه وه. که څه هم په دې دوره کې په ځینو برخو کې بدلونونه راغلل، خو د جمهوریت بنسټونه له پراخ فساد، سیاسي اختلافونو، کمزورې حکومتولۍ، د واک له انحصار، بې باورۍ او له ولس سره د واټن له ستونزې سره مخ وو.
تر ټولو مهمه مسئله دا وه، چې د جمهوریت سیاسي جوړښت د افغانستان د ټولو قشرونو ترمنځ د باور وړ ملي اجماع رامنځته نه کړای شوه. د دغه رژیم پر مهال د ارزښتونو پایمالېدل، د خلکو پر کورونو چاپې، د ملکي وګړو مرګ ژوبله، ړندې بمبارۍ او د جګړې له امله د عامو خلکو قربانۍ د ولس د نارضایتۍ له مهمو عواملو څخه وو.
د جمهوري رژیم دننه ژور اختلافات، د تش په نامه انتخاباتو پر پایلو شخړې او بهرنۍ مستقیمې لاسوهنې نور هغه عوامل وو، چې د جمهوري رژیم په پرځېدو یې مستقیم اغېز وکړ. په تېرو شلو کلونو د اسلامي امارت مجاهدینو په ډېرو ولایتونو او سیمو کې د جمهوریت او اشغال په ضد مبارزې ته دوام ورکړی و، چې د جمهوریت برعکس یې د وخت په تېرېدو د ولس پراخ ملاتړ ترلاسه او نفوذ وکړ.
کله چې تر شل کلنې مبارزې وروسته د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیل شو، د جمهوریت امنیتي او سیاسي جوړښت په ډېر لنډ وخت کې له جدي فشار سره مخ شو، بالاخره د ۱۴۰۰ کال د اسد میاشتې پر ۲۴مه د ولایتونو له پرله پسې سقوط وروسته، د کابل په سقوط د جمهوریت د شل کلن رژیم حاکمیت پای ته ورساوه.
هغه رژیم چې ولس پرې باور نه درلود، د بهرني ملاتړ په زور هم ونه توانېد چې استقامت وکړي او وپرځېد؛ دا ویاړ د هغه ولس دی چې هیڅکله یې پردي اشغالګر او د هغوی له خوا هر تپل شوی رژیم، جوړښت او نسخه نه ده منلې او په وړاندې یې مبارزه کړې ده.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


