پنځه کاله وړاندې په افغانستان کې د نوي نظام له واک ته رسېدو وروسته، د پرځېدلي جمهوریت ټولو ملکي او نظامي کارکوونکو ته عمومي عفوه اعلان شوه او ډېری پخوانيو نظامیانو په هېواد کې خپل عادي ژوند ته دوام ورکړ، خو په بېلابېلو سیمو کې د ځینو پخوانیو عسکرو او قوماندانانو ناڅرګندو وژنو په خلکو او د هغوی په کورنیو کې جدي اندېښنې راپورته کړې وې. دا وژنې که څه هم ځینې یې شخصي دښمنیو له امله هم وې، خو اوس یې یو داسې اړخ را برسېره شوی، چې ډېر شکونه یې په یقین بدل کړي.
په دې وروستیو کې د تش په نوم متحدې جبهې مشر سمیع سادات په خپلو څرګندونو کې، په هېواد کې دننه پخوانیو نظامیانو ته مستقیم د مرګ ګواښ کړی. د سادات په وینا چې پخواني نظامیان دې په اوسني حکومت کې دندې پرېږدي او زیاتوي چې د دغه جبهې لوی قاضي(!) د دې نظامیانو د وژل کېدو فتوا څرګنده کړې او ژر به لاس په کار شي. د سادات دغه ښکاره ګواښ په ډاګه کړه، چې د پخوانیو نظامیانو ژوند له کوم لوري د خطر سره مخ و او ولې یاد نظامیان په هدفي وژنو کې له منځه وړل کېدل. سادات هغه شکونو په یقین بدل کړه چې سمیع سادات او د ده ډلې په تېرو پنځو کلونو کې د پخوانیو نظامیانو په وژلو او پټو ترورونو کې مستقیم لاس درلود.
د نوموړي د کړنو او خبرو ترمنځ تړاو هغه مهال لا پیاوړی شو، چې سمیع سادات له یوې خوا پخوانیو نظامیانو ته د وژلو ګواښ وکړ او له بلې خوا یې ادعا کړې وه چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۱۸۴ پخواني نظامیان وژل شوي دي. دا ډول څرګندونو ثابته کړه، چې سادات د خپلو شخصي او سیاسي ګټو لپاره په هېواد کې دننه د پخوانیو نظامیانو له ژوند او شخصي امنیت څخه ناوړه ګټه اخیستې او غواړي یو خوا په دغه کار سره د افغان حکومت په ضد تبلیغات وکړي او بل خوا په خلکو کې وېره خپره کړي.
د تېرو پنځو کلونو دغسې ځورونکو پېښو ته په کتو، اوس ټولو ته روښانه شوې چې د پخوانیو نظامیانو د مرموزو وژنو تر شا د سمیع سادات لاس و. د ده اړوندو شریرې کړۍ تل هڅه کوله چې په هېواد کې د پاتې شویو نظامیانو په نښه کولو سره تبلیغاتي غوغا جوړه کړي او د خپلو بهرنیو ملاتړیو پام جلب کړي. د پخوانیو نظامیانو د په نښه کولو له لارې سادات دقیقاً هغې بې رحمانه طرحې ته کار کاوه، چې نوموړی پرې له هېواده بهر خپل شخصي سیاسي تجارت روان وساتي.
بله د پام وړ خبره خو لا دا ده، چې د سمیع سادات تش په نوم جبهه، د امریکا حکومت د بنسټونو په ویب سایټ کې د خیریه بنسټ په نوم ثبت ده؛ نو دا احتمال هم په واقعیت بدل شو چې سادات لومړی نظامیان په نښه کول، بیا یې د خیریه بنسټ د فعالیت په جواز د هغوی پر سر له نړیوالو مرستې ترلاسه کولې او سیاسي ملاتړ یې تأمیناوه. نوموړي د پخوانیو نظامیانو د کورنیو په نوم ډېرې مرستې ترلاسه او د خپلې ډلې د ورته فعالیتونو د تنظیم لپاره کارولې دي.
نو وروستۍ پېښې او شواهد دا جوتوي، چې په تېرو پنځو کلونو کې د پخوانیو نظامیانو مرموزې وژنې کوم ناڅاپي حوادث نه وو، بلکې د سمیع سادات په دستور د یوې شریرې کړۍ په توسط ترسره کېدلې. سمیع سادات نه یوازې دا چې د افغان پخوانیو نظامیانو خواخوږی نه دی، بلکې په تېرو پنځو کلونو کې د هغوی د ترور، ځپلو او د هغوی د رواني امنیت ځپلو اصلي عامل دی. د سادات وروستیو څرګندونو د نوموړي له بد نیته پرده پورته کړې او افغان ملت ته د ده خاینانه هڅې بربنډې شوې دي.


