د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له «ډبلیو اې بي سي ۷۷» راډیو سره په مرکه کې ویلي، پر ایران د امریکا پوځي اقدام ځکه ترسره شو چې واشنګټن بله چاره نه لرله او که اړتیا پېښه شي، دغه اقدام به «سل ځله» بیا هم تکرار کړي.
ټرمپ ویلي، ایران باید اټومي وسلې ونه لري او ادعا یې کړې، چې د امریکا بریدونو د دغه هېواد پوځي وړتیاوې سختې کمزورې کړې دي.
نوموړي د ایران اقتصادي وضعیت هم «ډېر بد» بللی او ادعا یې کړې، چې د دغه هېواد انفلاسیون شاوخوا ۳۰۰ سلنې ته رسېدلی او د پیسو ارزښت یې نږدې له منځه تللی دی.
هغه همداراز د ایران اټومي تړون «فاجعه» بللی او ادعا یې کړې، چې که دغه تړون پاتې شوی وای، ایران به اټومي وسلې ترلاسه کړې وای.
ټرمپ ویلي، ایران د جګړې پر مهال پر سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو، کویټ او بحرین هم بریدونه کړي او که ایران اټومي وسلې لرلې، ښايي «د ټولو پر ضد» یې کارولې وای.


