رویټرز خبر ورکړی، چې د انګلستان حکومت د ۲۰۲۶ کال په جولای کې، د لوړو مالیاتي عوایدو سربېره، ۱.۸ میلیارد پونډه بودیجوي کسر ثبت کړی، حال دا چې د بودیجې د مسوولیت دفتر تمه لرله چې په همدې میاشت کې به ۵۰۰ میلیون پونډه زیاتوالی ولري.
د انګلستان د احصایې ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د روان مالي کال له اپرېل څخه تر جولای پورې د عامه سکټور پور اخیستنه ۵۶.۷ میلیارد پونډو ته رسېدلې، چې د رسمي اټکل په پرتله ۲.۳ میلیارد پونډه زیاته ده.
د راپور له مخې، د ټولنیزو امتیازاتو او دولتي خدماتو د لګښتونو زیاتوالی د بودیجې د کسر له مهمو عواملو څخه دی او د پورونو د سود او دولتي لګښتونو زیاتوالی د انګلستان پر مالي وضعیت فشار زیاتوي.


