د افغانستان په شمال ختیځ کې د بدخشان پېچلی او ستراتيژیک جغرافیايي جوړښت، په دې وروستیو کې د یو شمېر کړیو او استخباراتي سازمانونو لپاره د پام وړ نقطه بدل شوی. دا غرنی ولایت چې له چین، تاجکستان او پاکستان(د چترال له لارې) سره طبعي لارې لري، وروسته له هغه د پاکستاني پوځي رژیم او یو شمېر شریرو کړیو لپاره د پام وړ ګرځېدلی، چې پر ډیورنډ کرښه یې شرموونکې ماتې وخوړه او یا یې له نورو لارو ونه شوای کولای چې خپلو موخو ته ورسېږي.
د واخان ستراتیژیک دهلېز د بدخشان تر ټولو حساسه برخه ده، چې افغانستان له چین سره نښلوي. واخان له یوې خوا د ترانزیټ، سوداګرۍ او ورېښمو د لرغونې لارې د بيا فعالېدو بېخي نادره لاره ده او له بلې خوا د بيجینګ لپاره هم د پام وړ اهمیت لري. له همدې امله پر واخان ولکه پیدا کول به بهرنیو اړخونو ته دا چانس ورکړي، چې له دې ځایه پر چین، د سیمې پر هېوادونو او افغان حکومت د فشار په توګه کار واخلي؛ هغه اراده چې ورته رسېدل، له ټول افغانستان سره د جګړې له اعلان سره سم دی.
له بلې خوا، د چترال له لارې د تش په نوم آزادۍ جبهې د څه مودې مخکنيو بریدونو ناکامو هڅو په روښانه توګه وښوده، چې د پاکستان نظامي استخبارات (آی ایس آی) ولې پر بدخشان ډېر تمرکز کوي. بهرني استخباراتي سازمانونه غواړي د چترال له درو څخه د نفوذ په واسطه د بدخشان په لوړو درو کې ځای پر ځای او بیا واخان ناامن کړي، چې له دې سره به د ورېښمو تاریخي لارې په وړاندې خنډ جوړ کړي.
د دې ټولو تخریبي هڅو او له پولې هاخوا ملاتړ سره سره، په بدخشان کې د اخلالګرو پرله پسې ناکامي د بدخشاني ولس هوښیاري او د نیابتي جګړې د استرداد له امله هم دي. د سیمې اوسېدونکو د پردیو استخباراتي لوبو او نیابتي ډلو بد عواقب لیدلي دي، نو ځکه یې جګړه خوښو څېرو او نیابتي ډلو ته د ناامنه کوونکو هڅو لپاره ځای ورنه کړ.
دویم خورا مهم لامل د افغان حکومت د کشفي او امنیتي ادارو دقیق څار او چټک عملیات دي. دوی توانېدلي چې د هر راز امنیت اخلالوونکو ډلو تحرکات په لمړیو شېبو کې تثبیت کړي. د یادو ډلو په وړاندې همېشه د افغان حکومت غبرګون مناسب او سنجیده وي.
که څه هم د پاکستان نظامي استخبارات او هغوی پورې تړلې بېلابېلې نیابتي جبهې د بدخشان له مهم او ستراتیژیک موقعیت خبر دي او د واخان ثبات ننګول غواړي، خو د ولسي ملاتړ نشتوالي، اقتصادي ستونزو او د افغان حکومت د کشفي مراجعو چټک غبرګون د هغوی ټولې نقشې ناکامې کړې دي. بدخشان اوس د مخالفینو لپاره د افغان حکومت په یوه نااحاطه کېدونکي او محکم خنډ بدل شوی دی.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


