اسوشیټیډ پرېس په یوه ځانګړي راپور کې خبرداری ورکړی، چې په اروپا کې د امریکا او ناټو د پټریوټ دفاعي توغندیو زیرمې په جدي ډول کمې شوي او ویلي یې دي، چې دا وضعیت ښايي د روسیې د احتمالي پراخو توغندیزو بریدونو پر وړاندې د ناټو دفاعي وړتیاوې محدودې کړي.
د راپور له مخې، د امریکا او ناټو چارواکو ویلي، چې د پټریوټ توغندیو کمښت تر «بحراني کچې هم پورته» رسېدلی دی.
یوه امریکايي دفاعي چارواکي اسوشیټیډ پرېس ته ویلي چې په اروپا کې امریکايي ځواکونه د روسیې د پراخ او دوامدار بالستیک توغندیز برید د مخنیوي لپاره کافي پټریوټ توغندي نه لري او زیاته کړې یې ده، چې که روسیه پر یوه مهم هدف، لکه پوځي مرکز یا برېښناکوټ، برید وکړي، ناټو ښايي ونه شي کولای ټول بریدګر توغندي شنډ کړي.
د اسوشیټیډ پرېس په وینا، د امریکا له لوري په ایران کې جګړې ته د ننوتلو وروسته د پټریوټ توغندیو د زیرمو فشار لا زیات شوی، ځکه د اروپا له مېشتو امریکايي ځواکونو څخه یوه برخه دفاعي توغندي لوېدیځې آسیا ته انتقال شوي دي.
د مرکز مطالعاتو ستراتیژیک او نړیوال (CSIS) د اټکل له مخې، د ایران په جګړه کې د امریکا د پټریوټ شاوخوا ۶۵ سلنه زیرمې، چې نږدې ۱۵۰۰ توغندي کېږي، مصرف شوي دي.


