د هېواد په روان سیاسي وضعیت کې یو ځل بیا د هغو زړو او منفورو څېرو خاینانه تصمیمونه او نقشې افشاء شوې دي، چې تل یې د واک په طمعه د افغان ولس په برخلیک ملنډې وهلې دي. په بهر کې مېشتې زړې سیاسي څېرې، لکه عطاء محمد نور، یونس قانوني، امان الله ګذر او نور دا ځل غواړي د کابل په شمال، په ځانګړي ډول کوهدامن کې د پخواني نفوذ د بیا فعالولو په غرض شوم او نوي تخریبي پلانونه پلي کړي.
دوی دا ځل تر یوه نوي نوم لاندې هڅه کوي چې په یاده سيمه کې شبکې فعالې کړي، په داسې حال کې چې تر شا یې د ځینو بهرنیو کړیو لاس هم دی. د مخالفینو په ټولو فعالیتونو کې د بهرنیو کړیو لاس لرل تقریباً شرط ګرځېدلی، ځکه دوی د دې توان نه لري چې په خپلواک ډول یو څه وکړي او د ناکامۍ پیل یې هم له همدې ځایه کېږي.
عطاء محمد نور د خپل استازي محبوب الله صديقي له لارې غواړي په سیمه کې د الماس زاهد پر وړاندې نوې تقابلي پروژې طرحه کړي. څرنګه چې الماس زاهد له دوی خپله لاره جلا کړې، غورياني او حزب اسلامي ته یې تمایل ښودلی، نو د ده شتون د عطاء محمد نور د ډلې لپاره مانع ګڼل کېږي؛ نو لومړنی هدف یې دا دی، چې الماس زاهد د تش په نوم «مقاومت شورا» له تشکیلاتو ګوښه کړي.
د دغې سیاسي معاملې په بل پړاو کې، عطاء نور او ملګري یې پلان لري، چې د الماس زاهد پر ځای امان الله ګذر په یاده شورا کې ځای کړي. دوی اراده کړې چې د ګذر په کارولو سره به په کوهدامن کې خپله نفوذي خلاء ډکه کړي او په مصنوعي بڼه د جمیعت ګوند پخوانۍ مهرې بیا وکاروي. خو میداني واقعیتونه بیا بېل دي، د دوی هر راز پلانونه پکې شنډېږي، ځکه دوی په ولس کې منفور شوي او نور نه شي کولای چې بیا خپل پخوانی حیثیت ترلاسه کړي او خپلو شومو موخو ته ورسېږي.
د څېرو دا تبادله او د نویو نفوذي ځایونو سنجول دقیقاً د جنګسالارانو هغه له کاره لوېدلي تاکتیکونه دي، چې تر دې وړاندې یې هم اغېز نه دی لرلی. عطاء محمد نور او ملګرو یې وړاندې هم، تر مختلفو نومونو لاندې په لسګونو ائتلافونه او ډلې جوړې کړې دي، خو څرنګه چې دا هڅې يوازې د سياسي لوبو لپاره وې او په ساحه کې یې هیڅ ولسي ملاتړ نه درلود، بې له کومې ملموسې پایلې بېرته په څو ورځو کې منحل شول.
د کوهدامن او د کابل د شمال دروند ولس هم نور هيڅکله د دغو معامله ګرو جنګسالارانو د خیالي پلانونو قرباني کېدو ته حاضر نه دی. عطاء محمد نور، یونس قانوني او نور همکاران یې که تر دې وروسته هم هر ډول پلان جوړ کړي، د ولس په هوښیارۍ او بیدارۍ به د تېرو هغو په څېر په لومړیو ورځو کې خنثی او له منځه لاړ شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


