د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس ملا عبدالله حاجي بشیر د غالۍ پلورونکو اتحادیې له یو شمېر غړو سره په لیدنه کې د غالیو د تولید، عرضې او سوداګرۍ پر کیفیت، د کورنیو معیارونو پر رعایت او د سوداګرو د ستونزو د حل په اړه خبرې کړې دي.
حاجي بشیر د غالۍ پلورونکو وړاندیزونه او ستونزې اورېدلي او ویلي یې دي، چې اداره یې د سوداګرو او پانګوالو د اړوندو ستونزو د حل او د معیاري او قانوني فعالیتونو لپاره د مناسبې زمینې برابرولو په موخه هڅې کوي.
په دې لیدنه کې د معیار او کیفیت ادارې مسوولینو هم د مطرح شویو موضوعاتو په اړه توضیحات ورکړي او د ستونزو د هواري او له غالۍ پلورونکو سره د همکارۍ پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.


