نیویارک ټایمز د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د جګړې پر وزیر پیت هګست سختې نیوکې کړي او خبرداری یې ورکړی چې له ایران سره له جګړې وروسته د امریکا د وسلو او مهماتو د زېرمو کمېدل، د متحدانو کمزوري کېدل، له ارام سمندر څخه د پوځي حضور کمېدل او د پوځ سیاسي کېدل، امریکا او لوېدیځ د خپلو سیالانو پر وړاندې لا زیانمن کړي دي.
دغې امریکايي ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، د ډونالډ ټرمپ او د جګړې د وزیر پیت هګست سیاستونه، له ایران سره د جګړې له امله د مهماتو له جدي کمښت نیولې، په ارام سمندر کې د امریکايي سمندري ځواکونو د حضور تر کمېدو او د شخصي وفادارۍ پر بنسټ د امریکا د پوځ د لوړپوړو قوماندانانو تر بدلون پورې، د امریکا ملي امنیت د سړې جګړې له وخت وروسته له تر ټولو خطرناک حالت سره مخ کړی دی.
نیویارک ټایمز لیکلي چې د دغو سیاستونو دوام د لوېدیځو ائتلافونو د کمزوري کېدو او د امریکا د سیالانو د لا زړور کېدو لامل شوی دی.
دغې ورځپاڼې د ډونالډ ټرمپ د دویمې ولسمشرۍ دورې او د هغه د وزیرانو، په ځانګړي ډول د پیت هګست، د کړنو په اړه لیکلي «دا ستونزمنه ده چې درک شي ولسمشر ټرمپ د امریکا ملي امنیت ته څومره زیان رسولی دی. هغه امریکا د سړې جګړې له تر ټولو تورو ورځو څخه هم لا زیانمنه کړې ده.»
د پیت هګست پر وړاندې د نیویارک ټایمز سختې نیوکې یوازې د ټرمپ د حکومت پر وړاندې د سیاسي او رسنیزې مبارزې یوه برخه نه ده.
د «ملي امنیت د ویجاړوونکي توپ» تعبیر په حقیقت کې هغو پراخو بدلونونو ته اشاره کوي چې که دوام وکړي، ښايي په یو وخت کې د امریکا پوځي ځواک، د پوځ اداري او مسلکي انسجام او نړیوال اعتبار کمزوری کړي.


