تسنیم خبری اژانس راپور ورکړی، چې فرانسې د اروپايي ټولنې د راتلونکي اووه کلنې بودجې د تمویل لپاره د ۶۰ میلیارد یورو نویو مالیاتو غوښتنه کړې، خو د اروپايي ټولنې د یو شمېر غړو هېوادونو مخالفت د پاریس طرحه له خنډ سره مخ کړې ده.
د راپور له مخې، فرانسه غواړي د نویو مالیاتو له لارې د اروپايي ټولنې بودجې ته عواید زیات او د غړو هېوادونو مستقیمې مالي ونډې کمې کړي. د اروپايي کمېسیون له لوري هم د پنځو نویو عوارضو طرحه وړاندې شوې، خو د مالیاتو پر ځینو برخو د غړو هېوادونو مخالفت لا هم دوام لري.
د راپور له مخې، د ایرلنډ په مشرۍ د اروپايي ټولنې دورهيي ریاست هڅه کوي د راتلونکې اکتوبر په ۱۵مه د بروکسل په سرمشریزه کې د مالیاتي انتخابونو پر یوه محدوده او د منلو وړ فهرست هوکړه رامنځته کړي.


