Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»خبر»د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي: پاکستان کې نیول شوي مخدره مواد افغانستان پورې تړل بې‌بنسټه او سیاسي ادعا ده، اصلي سرچینه دې پاکستان کې ولټول شي او د نورو د تبلیغاتي وسیلې په توګه دې ترې کار نه اخلي
    خبر

    د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي: پاکستان کې نیول شوي مخدره مواد افغانستان پورې تړل بې‌بنسټه او سیاسي ادعا ده، اصلي سرچینه دې پاکستان کې ولټول شي او د نورو د تبلیغاتي وسیلې په توګه دې ترې کار نه اخلي

    عمران آغاعمران آغا25 سپتمبر 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ایکس‌پاڼه اسلام اباد کې د امریکا سفارت د هغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې په پاکستان کې د ۴۶۳ کیلوګرامه کریسټال مېت نیول شوي توکي افغانستان پورې تړل «بې‌بنسټه او سیاسي انګېزه لرونکې ادعا» ده او د دغو مخدره موادو اصلي سرچینه باید په پاکستان کې ولټول شي.

    بلخي اسلام اباد کې د امریکا سفارت هغه څرګندونې رد کړې، چې ویلي یې وو د امریکا د مخدره موادو د مبارزې ادارې او د پاکستان د نشه‌يي توکو ضد ځواک په ګډو عملیاتو کې د افغانستان د اصليت ۴۶۳ کیلو ګرامه کریسټال مېت، چې ۲۱ میلیونه ډالر ارزښت لري او سریلانکا ته لېږدول کېدل، نیولي دي.

    نوموړي ویلي، افغان حکومت په افغانستان کې د هر ډول نشه‌يي توکو پر تولید، قاچاق او استعمال بشپړ بندیز لګولی، خو د ده په وینا، په افغانستان کې د نشه‌يي توکو له بندیز وروسته د فرضي کرښې بلې غاړې ته د دغو موادو کښت، تولید او قاچاق زیات شوی دی.

    بلخي زیاته کړې، افغانستان د نشه‌يي توکو د بندیز ترڅنګ د مصنوعي مخدره موادو د تولید ظرفیت هم نه لري او د فرضي کرښې دروازې نږدې یو کال کېږي چې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي. نوموړي له اسلام‌اباد څخه غوښتي چې د نیول شویو مخدره موادو اصلي سرچینه په پاکستان کې ولټوي او د نورو د تبلیغاتي وسیلې په توګه دې ترې کار نه اخلي.

    مخکینۍ مقالهنتنیاهو په ملګرو ملتونو کې تر بل هر وخت زیات منزوي شوی

    مربوطه لیکنې

    د افغان حکومت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد: داسې بې محاسبې، بې احتیاطه او کرکجن اقدامات بې له شکه چې د افغان ملت غوسه پاروي چې د پاکستاني نظامیانو لپاره به ناوړه پایلې ولري

    24 سپتمبر 2026

    د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان: هغه نړیوال نظام عادلانه نه دی، چې د څه باندې ۱۹۰ هېوادونو اراده پکې د پنځو هېوادونو د غوښتنو تابع وي

    22 سپتمبر 2026

    بلوڅ وسله والو د شر او فساد ډلې درې غړي وژلي

    21 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 25 سپتمبر 2026

    د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي: پاکستان کې نیول شوي مخدره مواد افغانستان پورې تړل بې‌بنسټه او سیاسي ادعا ده، اصلي سرچینه دې پاکستان کې ولټول شي او د نورو د تبلیغاتي وسیلې په توګه دې ترې کار نه اخلي

    د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ایکس‌پاڼه اسلام اباد کې د امریکا…

    نتنیاهو په ملګرو ملتونو کې تر بل هر وخت زیات منزوي شوی

    25 سپتمبر 2026

    د تبلیغاتي جبهو د چوپتیا ارزونه؛ ماته که ستراتیژي؟

    25 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي: پاکستان کې نیول شوي مخدره مواد افغانستان پورې تړل بې‌بنسټه او سیاسي ادعا ده، اصلي سرچینه دې پاکستان کې ولټول شي او د نورو د تبلیغاتي وسیلې په توګه دې ترې کار نه اخلي

    25 سپتمبر 2026

    نتنیاهو په ملګرو ملتونو کې تر بل هر وخت زیات منزوي شوی

    25 سپتمبر 2026

    د تبلیغاتي جبهو د چوپتیا ارزونه؛ ماته که ستراتیژي؟

    25 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،194 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،260 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.