Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»نیابتي جګړه، د جبهو خپل منځي اختلافات او واقعیتونه
    سیاسي لیکني

    نیابتي جګړه، د جبهو خپل منځي اختلافات او واقعیتونه

    عمران آغاعمران آغا5 اکتوبر 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    افغان ولس څو لسیزې د جګړو په اور کې سوځل شوی او هېواد یې ویران شوی دی، خو اوس چې له دې اور څخه تازه راوتلی، د عفوې، سولې او آرامۍ په فضاء کې یې د آرام ساه اخیستې ده، سمدستي د اسلام، هېواد او ولس مشترکو دښمنانو تر نویو نومونو لاندې، د شریرو استخباراتي کړیو په ملاتړ د ناارامۍ هڅې پیل کړې دي. دوی چې ځان د ولس د آزادۍ مدافعین بولي، په حقیقت کې د پردیو د اجنډاوو پر مخ وړونکي دي. د هغو جبهو او ډلو حقیقت په دې وروستیو کې خورا روښانه شوی دی چې د بهرنیو کړیو په مرسته د افغانستان په ضد جګړه کوي او د افغانانو د وینو په بدل کې د نورو ګټې تحقق کوي.

    مخالفې ډلې د افغان ولس د غوښتنو استازیتوب نه کوي، بلکې د هغو هېوادونو د ګټو استازیتوب کوي، چې افغانستان یې د خپلو سیالیو د ډګر په توګه ټاکلی دی. یو شمېر استخباراتي سازمانونه له لسیزو راهیسې د خپلې جغرافیې د ثبات په بهانه د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله کوي، دا مداخلې ځینې وخت مستقیمې او ځینې وخت غیر مستقیمې وي، دغه لاسوهنې د دې لامل شوې دي، چې یوازینی زیان یې افغانانو او افغانستان ته ورسېږي، خو بهرني جهتونه خپلې موخې ترلاسه کړي. د نورستان په کامدېش کې د مخالفو ډلو او خبیث مثلث وروستۍ ناکامه هڅه یې څرګند مثال دی، چې د ټولو اصلي څېره یې په ښه ډول بربنډه کړل.

    د مخالفو ډلو تر شا هماغه خلک دي چې د پرځېدلي جمهوریت پر مهال امریکا د خپل اشغال د دوام لپاره کارولي وو، هره ورځ به یې مستقل ګوندونه او ډلې ورته جوړولې، حتی ولسمشري هم داسې حالت ته رسېدلې وه، چې په یوه کس یې نه اداره کوله، بلکې هر چا ته یې یو بل څوک پیدا کړی و، په نویو نومونو به یې انشعابونه رامنځته کول او د نویو ډلو جوړولو بازار ګرم و؛ هر یوه هڅه کول چې تر نورو یې نوم لوړ وي، خو د هېواد لپاره یې هیڅ نه ګټه لرل، نه یې پلان او برنامه درلوده او نه یې په عملي ډګر کې څه لرل.

    پخوانیو جنګسالارانو ته چې اوس هم د مخالفت په ډګر کې ولاړ دي، دغه ډګر د شهرت، موقف او ځان‌ ښودنې میدان ګرځېدلی، هر یو یې هڅه کوي چې تر نورو لوړ ښکاره شي او تر نورو ډېر ځان پردیو ته وفادار وښيي؛ یاسین ضیاء په دغه ډګر کې تر نورو ژر را مخته شو، د غریبو افغانانو اولادونه یې تېر ایستل، د آی ایس آی په واک کې یې ورکړل او له سنجش پرته یې د مخالفینو په عنوان د پردیو ګټو لپاره قربانیان کړل. دا دومره ښکاره شرمندګي وه، چې په دې لویه خطا یې حتی عطا محمد نور هم اعتراف وکړ او د پردیو د نیابت کلک مخالفت یې وکړ.

    ولس ته هر څه روښانه شوي دي او د مخالفینو د دغه هېواد ضد فعالیتونو په وړاندې یې سخت غبرګونونه ښودلي دي.‎ همدا جنګ سالاران او د پردیو د اشغال پلویان دي چې څو لسیزې یې افغانستان د پردیو جګړو په اور کې سوځولی دی، خو لا هم هڅه کوي، چې دغه بدبختي بیا هېواد ته راوړي او په بدل کې یې شخصي جېبونه ډک کړي، خو افغان ولس نور نباید د دې جبهو په نومونو دوکه شي او د پردیو موخو لپاره د خپل هېواد په ضد ودرېږي.

    افغان ولس باید تر مقاومت، آزادۍ او نورو نومونو لاندې د روانو لوبو تر شا پراته حقایق درک کړي. هغه جګړه چې د افغانانو په نوم، د پردیو په پیسو او د پردیو موخو لپاره ترسره کېږي، هیڅکله د ولس لپاره نه ده. افغانان نور نه غواړي چې د نورو هېوادونو د سیالیو، استخباراتي موخو او شومو اجنډاوو لپاره خپل اولادونه قرباني کړي او د هغو جبهو او څېرو ملاتړ وکړي، چې هر ځل د پردیو له دروازې څخه په نوي نوم او نوې دعوې راڅرګندېږي. اوس چې د جګړې شعار هر څومره ښکلی او جذاب وي، خو چې مشروع نه وي او موخه یې د افغانانو وینې تویېدل او د پردیو د اهدافو تحقق وي، نو مؤمن ولس یې باید رد کړي او اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره یو ځل بیا د نورو د پټو جګړو میدان وګرځي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد نن دوشنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ
    راتلونکي مقاله حماس غورځنګ خبرداری ورکړی چې اسرائیل د هدفي وژونو او بريدونو په دوام د سولې تړون نقض کړی

    مربوطه لیکنې

    له پوځي رژیم سره د تش په نوم آزادۍ جبهې نیابتي معامله

    2 اکتوبر 2026

    تش په نوم آزادۍ جبهه کې زیاتېدونکي اختلافات او بې باوري

    1 اکتوبر 2026

    بلوچستان او چترال؛ پر نیابتي جبهاتو د پاکستان د اتکاء ناکام انجام

    26 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    ورځني اسعار 5 اکتوبر 2026

    د افغانیو پر وړاندې د نن ورځې د بهرنیو اسعارو بیې!#هندوکش‌غږ

    حماس غورځنګ خبرداری ورکړی چې اسرائیل د هدفي وژونو او بريدونو په دوام د سولې تړون نقض کړی

    5 اکتوبر 2026

    نیابتي جګړه، د جبهو خپل منځي اختلافات او واقعیتونه

    5 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د افغانیو پر وړاندې د نن ورځې د بهرنیو اسعارو بیې!#هندوکش‌غږ

    5 اکتوبر 2026

    حماس غورځنګ خبرداری ورکړی چې اسرائیل د هدفي وژونو او بريدونو په دوام د سولې تړون نقض کړی

    5 اکتوبر 2026

    نیابتي جګړه، د جبهو خپل منځي اختلافات او واقعیتونه

    5 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،199 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،141 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،264 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.