Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د کب لسمه، د دوحې توافقنامه د زبر ځواک د نظامي او حیثیتي شکست پیل
    لیکني

    د کب لسمه، د دوحې توافقنامه د زبر ځواک د نظامي او حیثیتي شکست پیل

    صابر افغانصابر افغان29 فبروري 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    رحمت الله فیضان

    څلور کاله وړاندې د کب میاشتې په لسمه نیټه د شاو خوا ۶۰ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په حضور کې له افغانستان څخه د بهرنیو اشغالګرو ځواکونو د وتلو تړون د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت او د امریکا متحده ایالاتو تر منځ لاسلیک شو.

    افغان مؤمن او مجاهد ولس د بهرنيو اشغالګرو پر وړاندې خپل سپېڅلي جهاد ته تر هغه وخته پورې دوام ورکړ، ترڅو یې نړیوال امپرالیزم د کبر او غرور له نیلۍ څخه را ښکته او د خبرو مېز ته یې کښېناوه. د کب لسمه د نړیوال استکبار پر وړاندې د یو سرلوړي او باعزته ولس د سوبي او بري تاریخي ورځ ده.افغانانو د دې تړون په لاسلیک کولو ګسره وکولای شول چې د امپریالیزم او د هغوی د متحدینو له شل کلن اشغال څخه په بري او سر لوړي سره خپل هیواد او ولس آزاد کړي او همدا راز افغانان وتوانیدل چې له دې توافقنامې وروسته پاشلي قومونه او پرګنې پر یوه ټغر سره را ټولې، د هیواد ځمکنۍ بشپړتیا تضمین او تر واحد قیادت لاندې یو سوچه اسلامي مرکزي حکومت را منځته کړي.

    ایا امریکا واقعا په افغانستان کې ماتې و خوړه؟دا هغه پوښتنه ده چې زیاتره سیاسي او تحلیلي مجالس یې ګرم ساتلي دي؛ دې پوښتنې ته هغه وخت سم ځواب موندلی شو چې کله په افغانستان کې د اشغالګرو قواوو د ځاني تلفاتو او مالي پانګونې همدا راز په افغانستان کې د دوی د لاسته راوړنو ترمنځ یو محاسباتي بلانس را منځته او بیا قضاوت پرې وکړو.

    که څه هم اشغالګرو ځواکونو ته په افغانستان کې درانه ځاني تاوانونه واوښتل، خو دوی د خپلو تلفاتو اصلي ارقام د خپلو ولسونو له سترګو پټ وساتل، په هغو تلفاتو چې دوی خپله اعتراف کوي د امریکايي ځواکونو او د هغوی د بهرنیو متحدینو د تلفاتو شمېر چې له ۳۵۷۰ تنو څخه زیات دي تأییدوي، د دې ترڅنګ د امریکا، افغان متحدينو د تلفاتو شمېره ۶۹۰۰۰ تنه چې د افغانستان پولیس او د اردو سرتېري پکې شامل وو ښوودل شوي، همدارنګه د دې جګړې هغه ستر لګښتونه چې د امریکا او امریکايي مالیه ورکوونکو له لوري مصرف شول تر 2018 پورې د 970 ملیارد ډالرو څخه لوړ محاسبه شوي دي، همد راز افغان امنیتي ځواکونه چې په تېرو دوو لسیزو کې د متحده ایالاتو له لوري د څه باندې ۸۳ میلیاردو ډالرو په لګښت جوړ او روزل شوي وو، دومره ژر او په اساني سره تسلیم او وپاشل شول چې حتی امریکايي چارواکي یې هم حیران کړل. د افغانستان لپاره د یو غیر مشروع او ناکاره نظام چې د فساد، تعصب بې اعتمادي او د قومي کشمکشونو پر بنیاد ولاړ و را منځته کول.

    داسې یو نظام چې له ۲۰۰۱ څخه بیا تر ۲۰۲۱ کال پورې په ملیاردونو ډالر د نړیوالې ټولنې له خوا افغانستان ورته ورکړل شول، له فساد سره د مبارزې لپاره د (کرزي او غني) د ادارې پر مهال لسګونه ادارې جوړې شوې، خو بیا هم افغانستان د نړۍ د فاسدو هېوادونو په سر کې پاتې شو.پورتنیو عواملو ته په کتو سره سړی قضاوت کولی شي چې امریکا او متحدینو یې په افغانستان کې بې له شکه د یوه ستر زبر ځواک په توګه دا جګړه وبایلله او ستره نظامي او حیثیتي ماته یې وخوړه.

    مخکینۍ مقالهپاکستان: عمران خان او مېرمن یې د رشوت په اخیستو تورن ګڼل شوي
    راتلونکي مقاله مبینه فتحه!

    مربوطه لیکنې

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025

    افغانستان او د اسلامي امت اړوند قضیې؛ بې‌ پروايي که د مسؤلیت منل؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    Blog 22 جون 2025

    د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي: ايران د خپلې دفاع لپاره ټول انتخابونه په اختيار کې لري

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي په خپله اېکس پاڼه د امريکا له…

    د ایران په پارلمان کې د قم استازی منان رئیسي: د فردو اټومي تاسیساتو سطحي برخې زیانمنې شوې چې د بیارغونې وړ دي

    22 جون 2025

    ټرمپ د ايران پر اټومي تاسيساتو بريد د امريکا ستره پوځي بريا وګڼله

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي: ايران د خپلې دفاع لپاره ټول انتخابونه په اختيار کې لري

    22 جون 2025

    د ایران په پارلمان کې د قم استازی منان رئیسي: د فردو اټومي تاسیساتو سطحي برخې زیانمنې شوې چې د بیارغونې وړ دي

    22 جون 2025

    ټرمپ د ايران پر اټومي تاسيساتو بريد د امريکا ستره پوځي بريا وګڼله

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،896 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،891 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.