د اوکراین امنیتي چارواکو ویلي، چې د روسیې پر وړاندې یې د «غڼې ځاله» په نوم عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د اووه میلیارده ډالرو په ارزښت د دغه هېواد ۳۴سلنه ستراتیژیکې الوتکې له‌منځه تللي دي.

ورته مهال یوه اوکرایني چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې کییف له برید وړاندې امریکا ته د عملیاتو جزئیات نه‌وو ورکړي.

د یادونې ده، چې د اوکرایین له دغو عملیاتو وروسته د روسیې ملي امنیت شوری بېړنۍ ناسته کړې؛ خو لا یې هم د پرېکړو او متقابلو اقداماتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version