د ایران سپاه پاسداران خبر ورکړی چې ياد هېواد کې یې، هغه ۱۲ کسان نیولي چې له اسراییلو سره یې همکاري کوله او د دغه هېواد د ملي امنیت پر ضد یې پلانونه جوړول.

د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې سپاه پاسداران په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې داسې ليکلي: د صهيونيستي رژیم ۱۲ تنه اجیر پوځیان او همکاران چې د خلکو په وړاندې د امنیت ضد اقداماتو د ترسره کولو نیت یې درلود، په شپږو ولایتونو کې وپیژندل شول او د یوه پرېکنده استخباراتي عملياتو په ترڅ کې ونيول شول.

د راپورونو پر بنسټ د خبرپانې په دوام کې راغلي دي: د غزې او لبنان د خلکو په خلاف د شیطاني اهدافو په ترلاسه کولو کې د صهیونیسټي رژیم او د هغه د لویدیځو او اروپايي ملاتړو په تیره بیا د امریکا له شرمناکې ماتې او ناکامۍ وروسته دوی په هڅه کې دي چې د ایران په خاوره کې دننه د یو لړ امنیتي ضد اقداماتو طرحه جوړه کړي، چې زموږ هیواد په خپله اجنډا کې.

سپاه پاسداران ياد خبر داسې مهال خپروي چې د صهيونيستي اسرائيلو او د لبنان د حزب الله ترمنځ جګړه او کړکېچ اخري حد ته رسېدلی، او حزب الله پرون ادعا وکړه چې د صهيونيستي پوځ يو لوی نظامي مرکز یې په نښه کړی چې درنه مرګ ژوبله لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version