د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د ننګرهار په همېشه‌بهار سب‌سټېشن کې د ۳۰ مېګاواټه ظرفیت لرونکي کپسېټر بانک د نصبولو چارې پیل شوې.

د سرچینې د معلوماتو له‌مخې، دغه پروژه د برېښنا ولټاژ د پیاوړتیا، ضایعاتو د کمښت او پېرېدونکو ته د ښه خدماتو وړاندې کولو لپاره پیل شوې ده.

د پروژې د پرانیستې مراسمو کې د برېښنا شرکت اجراییوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر ویلي، چې تېر شل کاله ټرېلیونونه ډالر افغانستان کې مصرف شول؛ خو له دې مصارفو سره سره د افغانستان خلک د ژوند اسانتیاوو بنسټيزې پروژې او سهولتونه نه لري.

د یادونې ده، چې د افغانستان برېښنا شرکت له دې وړاندې د ننګرهار شیخ مصري صنعتي ښارګوټي لپاره د ۴۰ مېګاواټه او د لغمان لپاره د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې هم پیل کړې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version