د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال د کب میاشتې پر لسمه نېټه، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ یو تاریخي تړون لاسلیک شو؛ هغه تړون چې افغانستان ته یې د یوه نوي روڼ سهار زیری ورکاوه.
د افغانستان خلک دا ورځ د خپل معاصر تاریخ د عطف یوه مهمه نکته او پر هېواد د جګړه مارانو د واک د پای ته رسېدو پيلامه بولي.
هغه جنګ سالاران چې دوې لسیزې یې د خارجیانو تر سیوري لاندې د افغانستان خلک یرغمل کړي وو او پر دې مظلوم ملت یې بې شمېره ستونزې او کړاوونه راوستل.
د شل کلن اشغال پر مهال، د افغانستان خلک تر بهرنیو یرغلګرو ډیر د هغو تش په نوم رهبرانو له لاسه وځپل شول، چې یوه ورځ یې د جهاد چیغې وهلې، ځانونه یې د اشغال په وړاندې د جهاد او مبارزې د لومړۍ کرښې سرلاري بلل.
هماغه کسان چې د اسلام او جهاد په نامه یې ځان ته دوکانونه خلاص کړي وو، د شنو ډالرو او حکومتي څوکیو په بدل کې یې خپل ایمان، عزت او د ملت سرنوشت وپلورل.
که څه هم دا تړون په رسمي ډول له امریکایانو سره لاسلیک شو، خو هیڅوک د دې حقیقت له منلو انکار نشي کولی چې د جنګ سالارانو او د جمهوریت د فاسدو مشرانو زوال، د هغوی د بهرنیو بادارانو له ملاتړ پرته حتمي و.
د تړون د لاسلیک په سبا د جمهوریت د ړنګېدو نښې په چټکۍ راڅرګندې شوې؛ یوازې یو کال او شپږ میاشتې وروسته، د جمهوریت فاسده اداره وپاشل شوه او د تاریخ کندې ته وغورځېده.
که څه هم د دوحې له تړون وروسته د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره زمینه برابره شوې وه، خو د جنګ سالارانو غرور، د قدرت تنده او له فساد سره یې ژور تړاو دا فرصت له منځه یووړ، جګړې ته یې دوام ورکړ، چې په پایله کې یې ټول نظام سقوط او جعلي رهبرانو یې د خپلو بهرنیو بادارانو غېږې ته پناه یووړه.
بالآخره امریکا د دوحې تړون په لاسلیک کولو سره خپله ماتې ومنله، د کابل د فاسد رژیم له نسکورېدو سره سم، په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شو، فساد او بې عدالتي پای ته ورسېدل او افغانانو له خپل شان سره مناسب عزت ترلاسه کړ.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.