په افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو او بهرنیو هېوادونو ته د اکثریت یا ټولو مخالفینو له تېښتې نږدې څلور کاله تېرېږي، خو لا هم د یو شمېر معلومالحال کسانو له خوا یو نامعلوم لوري ته د هېواد د اوسني وضعیت د بېولو اوازې او زمزمې اورو، دوی پر اوسني وضعیت زهر شیندي او په رسنیو کې مجازي فضاء ګردجنه او جنجالي کوي.
تر اوسه چې د افغانستان سرپرست حکومت لا هم د نړۍوالې ټولنې له خوا نه دی منل شوی، ځینې مخالفین دا انګېري چې یو کوچنی فرصت او د امید څرک لا هم شته، دوی فکر کوي چې کولای شي د ځان ښودلو او بېهوده خبرو موقع پیدا کړي، که څه هم په ډېره کمه اندازه وي، خو پر روانو چارو خپل منفي اغېز شیندلی شي.
شک نشته چې له ناسمو کسانو سره یو ځای کېدل او د غلطې لارې ټاکل، د دوی ذهن د خیال پلو ښکار ګرځولی. داسې برېښي چې یواځې د رسنیو پر پردو راښکاره کېدل دوی ته دا هیله ورکوي چې لا هم یو فرصت لري. دوی له نا امیدۍ په ډکو نظرونو او دوه مخو جملو سره هڅه کوي د بېرته راګرځېدو یوه لار ومومي.
خو که له حقیقت تیر نه شو، د مخالفینو هماغه مشران چې د سقوط پر مهال د تېښتې په لومړۍ کرښه کې وو او د شپې د هېواد له آسمانه په الوتکو کې سپاره وتښتېدل او خپلو پلویانو ته یې شا کړه، همدا کسان اوس د پروپاګند او دسیسو د خپرولو په لومړۍ کرښه کې دي، هڅه کوي خلک وپاروي او غوغا جوړه کړي.
دا مخالفین لا هم دا انګېري چې هیله یې ژوندۍ ده، بېرته به خپل وطن ته راستانه شي او هغه سوځېدلې هیلې چې له اوږدې مودې یې په ذهن کې پاللې، یو ځل بیا د افغانستان د تاریخ په یوه تور حقیقت بدل کړي. خو په حقیقت کې دوی ښه پوهېږي چې دا تنها یو خیال دی او نه پوره کېږي.
له بلې خوا هغه مخالفین چې د دویمې او درېیمې درجې کسانو په درجه کې راځي او اوس د غلامۍ له ځنځیر څخه د خلاصون احساس کوي، د رسنیو پام یې ځان ته اړولی. دوی له خپلو لیدلو او اورېدلو تجربو څخه پرده پورته کوي، د خپلو مشرانو د قدرت، فساد او ظلمونو کیسې بیانوي او افشاء کوي، چې دوی د ملت او وطن پر ضد له خپل قدرت څخه څه ډول کار اخیستی.
دوی فکر کوي چې د خپلو پخوانیو بادارانو پر ضد دریځ نیول کولای شي د دوی تېر خیانتونه پټ کړي او خپل ځانونه مستقل وښيي. دوی هڅه کوي چې یو خپلواک دریځ پیدا کړي، د بهرنیانو توجه جلب او د دروغو او چلونو له لارې ځان ته نوی فرصت برابر کړي، دوی داسې انګېري چې ګواکي اوس د دوی لپاره میدان خالي شوی او کولای شي د بهرنیانو په ملاتړ واک ته ورسېږي.
خو دوی په دې نه پوهېږي، کومه رسۍ چې نیسي، پرې کېږي او هره دروازه چې ټک وهي، بندیږي. تاریخ دوی د هېواد د دښمنانو او خاینانو په توګه ثبت کړي او هر څومره هڅه چې وکړي، بیا هم د خپلو خیانتونو تور داغ نشي پاکولی.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.