د صنعت او سوداگرۍ مرستیال وزیر قدرت الله جمال وايي، ټولې حکومتي ادارې له کورنیو تولیداتو څخه کار اخلي، خو د کورنیو تولیداتو کارخونې دې هم خپل د تولیداتو کیفیت لوړ کړي.
نوموړي د یو بار مصرف کاغذي توکو د صنعتکارانو سره په لیدنه کې ویلي، د یادې برخې صنعتکاران باید په غوره کیفیت خپل تولیدات وړاندې کړي او له بېکیفیته او نامعیاري توکو له راوړلو څخه دې ډډه وکړي.: «د کاغذ کیفیت د پخوا په نسبت اوس ښه شوی دی او امارتي ادارې له خپل داخلي توکو څخه کار اخلي، په هېواد کې د داخلي صنعت په برخه کې د انحصار طرفدار نه یو، باید ټول هېوادوال په کې ونډه ولري.»
ښاغلي جمال ویلي، د هېواد په داخل کې ټولې کار خونې به په یو ډیټا بیس کې ثبت او کنترول شي، چې له مخې به یې صنعتکاران له ډېرو اسانتیاوو څخه برخمن شي.
اوسمهال په هېواد کې سلگونه توکي تولیدېږي، چې دولتي چارواکي یې د کیفیت په ښه کېدو ټینگار کوي او هم له هېوادوالو غواړي چې هغه توکي واخلي، چې کور دننه تولیدېږي.