د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې «کتائب القسام» ځواکونو ویاند ابو عبیده تائید کړه، چې د غزې پر شمال د صهیونیستي اسرائیلو په هوایي بریدونو کې یوه ښځینه یرغمله وژل شوې ده.

د ښاغلي ابو عبیده په وینا له دوو اونیو ځنډ وروسته یې د یرغملو د ساتونکي ډلې له مشر سره خبرې کړي او جوته شوې چې یوه یهودۍ یرغمله د صهیونیستي اسرائیلو په بریدونو کې وژل شوې ده.

ویاند ابو عبیده دې پېښې ته په اشارې سره ویلي چې د نتنیاهو جنایتکار رژیم د دغو یرغملو د ژوند بشپړ مسئول دی او دا هر څه د صهیونیستي رژیم له‌خوا پر یرغملو مسلط شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version