د روان ۲۰۲۴ کال د جولائی مياشتې ۲۴ نېټه چې له تيرې چهارشنبې ورځې سره سمون لري، د بشريت په تاريخ کې په ژوندۍ بڼه د نسل وژنې د يو مشر لخوا د امريکا کانګريس ته وینا ترسره شوه.
بني امين نتنياهو چې د صهيونيستي رژيم قاتل لومری وزير دی، د تېر اکتوبر راهيسې يې د نړۍ په مخ د مظلومو او بې دفاع فلسطینانو شاخوا ۷۰ زره تنه په شهادت ورسول.
نوموړی د امريکا کانګريس ته بلل شوی وو، چې په جګ سر د ترسره کړې او لا روانې نسل وژنې په کولو کې خپل ځان ته برائت او ځان مظلوم وښئي.
نوموړی د وينا په ترڅ کې د امريکا د کانګرېس د اکثريتو غړو له چکچکو او هڅونې سره مل وو؛ هغه قاتل لومړی وزیر چې د وينا په ځای بايد د دار او نړیوالې د جنګي جنايتونو محکمې ته ورغوښتل شوی وای، خو د هغه خلاف د نړۍ پرمخ د کاذبو بشر پالو او مدعيانو لخوا د غزې نسل وژنې کې د ستاينې او ملاتړ په موخه کانګريس ته بلل شوی وو.
په داسې حال کې چې همدا د کفري نړۍ رهبره امريکا افغانانو ته د بشري حقوقو او نورو د حقوقو نغارې او لارښوونې کوي، خو بلې خوا په ډيرې سپين سترګۍ سره د بشريت د تاريخ يوې کم سارې نسل وژنې ترسره کوونکی هڅوي او لا يې د زياتو بې دفاع فلسطینانو شهادت ته هڅوي.
کفري نړۍ هغه څه بشر پالنه او حقوق بولي چې د دوی پکې ګټه وي، نور که د دوی د ګټو خلاف هرڅه وي هغه ځای کې دوی بيا د کاذبيت او تير ايستنې بیلابیلو نغارو ډنګولو ته دوام ورکوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.