Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»رئیس‌الوزراء د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي
    افغانستان

    رئیس‌الوزراء د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    عمران آغاعمران آغا26 جولای 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې د افغان حکومت رئیس‌الوزراء، الحاج ملا محمد حسن اخند، د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال، جمشېد خواجه‌یف او مل پلاوي سره په ګلخانې ماڼۍ کې د لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او پانګونې همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

    د افغان حکومت رئیس‌الوزراء د ازبکستان د لوړپوړي پلاوي د هرکلي ترڅنګ ویلي، چې د دغه پلاوي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا او د افغانستان پر اقتصادي راتلونکې د ازبکستان د باور څرګندونه کوي. هغه ټینګار کړی، چې افغان حکومت له ازبکستان سره د همکاریو د پراختیا او د شویو هوکړو د عملي کولو لپاره بشپړه ژمنتیا لري.

    د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال په دې لیدنه کې ویلي، کابل ته د لوړپوړي دولتي او اقتصادي پلاوي د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د شویو اقتصادي ژمنو عملي کول دي. هغه زیاته کړې، افغانستان د ازبکستان په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري او هېواد یې غواړي له افغانستان سره د سوداګرۍ او پانګونې کچه نوره هم لوړه کړي.

    جمشېد خواجه‌یف زیاته کړې، تېر کال ازبکستان ته د افغانستان صادرات ۱۵۰ میلیون ډالرو ته رسېدلي وو او د روان کال له پیله تر اوسه دغه صادرات ۱۱۱ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي. نوموړي همداراز ویلي، ازبکستان تر اوسه افغانانو ته ۵ زره ویزې صادرې کړې، چې د دواړو هېوادونو د اقتصادي او دوستانه اړیکو د پراختیا څرګندونه کوي.

    دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې افغانستان او ازبکستان په وروستیو کلونو کې د سوداګرۍ، پانګونې، ټرانزیټ او سیمه‌ییز اتصال په برخو کې خپلې دوه‌اړخیزې اړیکې پراخې کړې دي.

    مخکینۍ مقالهازبکستاني لوړپوړی پلاوی کابل ته راغلی او د افغان حکومت له چارواکو سره پر دوه‌اړخیزو همکاریو خبرې وکړي
    راتلونکي مقاله ملا عبدالغني برادر او جمشید خواجه‌یف د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    مربوطه لیکنې

    د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال د کاپیسا او پروان د زندانونو وضعیت له نږدې کتلی

    25 اگست 2026

    د مشرتابه د حکم پر اساس یو لړ د لوړې کچې ګمارنې شوي

    25 اگست 2026

    د حسیب قوای مرکز وژل او د جمعه خان فاتح تسلیمېدل د افغان حکومت مهمې بریاوې دي

    24 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 25 اگست 2026

    جمهوریت پر مهال، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر، سید احمد شاه سادات: د شر او فساد وسله‌والې ډلې د بهرنیو استخباراتي کړیو اجنډا پر مخ وړي

    د جمهوریت پر مهال، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر، سید احمد شاه سادات ویلي،…

    بدخشان ولې مخالفو نیابتي ډلو ته مهم دی؟

    25 اگست 2026

    خپل‌منځي اختلافات او د واک ناندرۍ؛ په کويټه کې د شر او فساد ډلې دوه کسان وژل شوي

    25 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    جمهوریت پر مهال، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر، سید احمد شاه سادات: د شر او فساد وسله‌والې ډلې د بهرنیو استخباراتي کړیو اجنډا پر مخ وړي

    25 اگست 2026

    بدخشان ولې مخالفو نیابتي ډلو ته مهم دی؟

    25 اگست 2026

    خپل‌منځي اختلافات او د واک ناندرۍ؛ په کويټه کې د شر او فساد ډلې دوه کسان وژل شوي

    25 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،183 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،130 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،249 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.